إعدادات العرض
أَفْضَلُ الذِّكْرِ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَفْضَلُ الدُّعَاءِ: الْحَمْدُ لِلهِ».…
أَفْضَلُ الذِّكْرِ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَفْضَلُ الدُّعَاءِ: الْحَمْدُ لِلهِ». «تر ټولو غوره ذکر : لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ دی، او تر ټولو غوره دعا: الحمد لله ده
له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې: «أَفْضَلُ الذِّكْرِ: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَفْضَلُ الدُّعَاءِ: الْحَمْدُ لِلهِ». «تر ټولو غوره ذکر : لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ دی، او تر ټولو غوره دعا: الحمد لله ده».
[حسن]
الترجمة
ar bn bs en es fa fr id ru tl tr ur zh hi vi si ku ha pt ml te my de ja as sq sv cs gu yo nl ug sw ta prs bg ff hu kn ky lt or ro rw tg uz ak ne mos az wo om so uk bm km mr rn ka mk sr el mnk am mgالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته خبر راکوي چې تر ټولو ښه ذکر: "لا إله إلا الله" دی، معنا دا چې له الله پرته بل حقیقي معبود نشته، او غوره دعا الحمد لله ده؛ چې معنا یې اعتراف کول دي پر دې چې لوروونکی هماغه الله پاک دی، هغه ذات چې د ښایسته او پوره ستاینې وړ دی.فوائد الحديث
د توحید په کلمې سره د الله تعالی په زیات یادولو ټینګار، او د الله په ستاینې (الحمد) سره دعا کول.
التصنيفات
آزاد اذکار