إعدادات العرض
اې الله! زه له تا څخه هدایت، تقوا، پاکلمني او غنامندي غواړم
اې الله! زه له تا څخه هدایت، تقوا، پاکلمني او غنامندي غواړم
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، چې له نبي صلی الله علیه وسلم څخه یې نقل کوي چې هغه به فرمایل: « اې الله! زه له تا څخه هدایت، تقوا، پاکلمني او غنامندي غواړم».
[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Kiswahili Hausa සිංහල ગુજરાતી Magyar ქართული Română Português ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ Kurdî Malagasy Македонски ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀ Mooreالشرح
د رسول الله صلی الله عليه وسلم له دعاګانو څخه یوه دا وه: «اللهم إني أسألك الهدى»: یعني اې الله! زه له تا څخه د هدایت سوال کوم، یعني د حق پېژندنه او عمل پرې، «والتقى»: یعني د تقوا غوښتنه کوم، یعني د الله د امرونو اطاعت او د منع شویو کارونو پرېښودل، «والعفاف»: یعني له ناوړه خبرو او عملونو څخه ځان ساتل، «والغنى»: یعني له مخلوق څخه بېنیازي، داسې چې یوازې خپل رب ته محتاج وي، او بل چاته اړتیا ونه لري.فوائد الحديث
د دې صفاتو شرافت: هدایت، تقوی، عفاف، او بېنیازي، او د دې صفاتو په خپلولو ټینګار.
رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل ځان ته نه ګټه رسولی شي او نه زیان، او دا یوازې الله تعالی دی چې ګټې او یا زیان رسولو مالک دی.
هغه ذات چې مخلوق ته ګټه، زیان، او هدایت ورکولای شي، یوازې الله دی؛ نه کومه مقربه پرښته، نه کوم استول شوی پېغمبر او نه بل څوک.
التصنيفات
نبوي دعاګانې