إعدادات العرض
ما وویل: اې د الله رسوله نجات څه شی دی؟ هغه وفرمایل: «امْلِكْ عَلَيْكَ لِسَانَكَ، وَلْيَسَعْكَ بَيْتُكَ، وَابْكِ عَلَى خَطِيئَتِكَ». «خپله ژبه دې کنترول کړه، په کور…
ما وویل: اې د الله رسوله نجات څه شی دی؟ هغه وفرمایل: «امْلِكْ عَلَيْكَ لِسَانَكَ، وَلْيَسَعْكَ بَيْتُكَ، وَابْكِ عَلَى خَطِيئَتِكَ». «خپله ژبه دې کنترول کړه، په کور کې دې پاتې شه او (د عبادت لپاره پکې خلوت کوه) او په ګناه دې وژاړه
له عقبة بن عامر رضي الله عنه څخه عبارت دی وایې چې: ما وویل: اې د الله رسوله نجات څه شی دی؟ هغه وفرمایل: «امْلِكْ عَلَيْكَ لِسَانَكَ، وَلْيَسَعْكَ بَيْتُكَ، وَابْكِ عَلَى خَطِيئَتِكَ». «خپله ژبه دې کنترول کړه، په کور کې دې پاتې شه او (د عبادت لپاره پکې خلوت کوه) او په ګناه دې وژاړه».
[صحيح]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी සිංහල ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Kiswahili Português Nederlands Tiếng Việt অসমীয়া ગુજરાતી አማርኛ ไทย മലയാളം नेपाली ქართული Magyar తెలుగు Македонски Svenskaالشرح
عقبه بن عامر رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې په دنیا او آخرت کې د مؤمن د نجات لاملونه څه دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: درې کارونه باید وکړې: لومړی: خپله ژبه دې له هغه څه نه وساته چې خېر پکې نه وي او له هر ډول بدې وینا څخه، او له ښو پرته بل څه مه وایه. دویم: په کور کې پاتې شه او په خلوت کې د الله عبادت وکړه، د الله تعالی په اطاعت بوخت اوسه او د فتنو له شر څخه په کور کې ګوښه پاتې شه. دریم: وژاړه، پښېمانه اوسه، او له خپلو کړو ګناهونو دې توبه وباسه.فوائد الحديث
د خلاصون د لارو پر پېژندلو د صحابه کرامو رضي الله عنهم ټینګار.
په دنیا او اخرت کې د خلاصون د اسبابو بیان.
یو کس هڅول چې انسان باید ځانته پاملرنه وکړي کله چې بل چا ته فایده نشي رسولی، یا د خلکو سره د اختلاطاتو په صورت کې خپل دین او ځان ته د زیان رسولو وېره لري.
کور ته پاملرنه، په ځانګړې توګه چې د فتنو په وخت کې د دین د ساتنې یوه وسیله ده.