إعدادات العرض
له عائشې رضي الله عنها څخه مې وپوښتل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله کور ته ننوت، نو په څه به یې پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک
له عائشې رضي الله عنها څخه مې وپوښتل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله کور ته ننوت، نو په څه به یې پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک
له شريح بن هاني څخه روايت دی وايي چې: له عائشې رضي الله عنها څخه مې وپوښتل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله کور ته ننوت، نو په څه به یې پیل کاوه؟ هغې وویل: په مسواک.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी සිංහල Hausa Kurdî Kiswahili Português Nederlands Tiếng Việt অসমীয়া ગુજરાતી አማርኛ ไทย മലയാളം नेपाली ქართული Magyar తెలుగుالشرح
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه یوه دا وه چې د ورځې او شپې پر مهال به چې هر وخت کې کور ته ننوت، نو پېل به یې په مسواک کاوه.فوائد الحديث
په ټولو وختونو کې په عامه توګه د مسواک کارولو مشروعیت، او په ځینو وختونو کې پرې شریعت زیات ټینګار کړی لکه: کور ته د ننوتلو پر مهال، د لمانځه په وخت کې، د اودس کولو په وخت کې، له خوب څخه له راویښېدو وروسته، او کله چې خوله بدبویه شي.
د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د حالاتو او د هغه د سنتو عملي کولو ته د تابعینو د لیوالتیا بیانول، تر څو یې پيروي وکړي.
علم باید له علماوو او هغه چا څخه واخیستل شي چې زیات پوهېږي، لکه څنګه چې له عاېشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حالت په اړه پوښتنه وشوه، کله به چې کور ته ننوت.
له خپلې کورنۍ سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم نیک برخورد، چې خپله خوله به یې کور ته د ننوتو پر مهال پاکوله.
التصنيفات
فطرتي سنتونه