إعدادات العرض
خبر اوسئ چې دا دنیا او څه چې په کې دي لعنتي دي، پرته د الله تعالی له یاد (ذکر) او هغه څه څخه چې تړاو ورسره لري، او عالم یا زده کونکی
خبر اوسئ چې دا دنیا او څه چې په کې دي لعنتي دي، پرته د الله تعالی له یاد (ذکر) او هغه څه څخه چې تړاو ورسره لري، او عالم یا زده کونکی
له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: " خبر اوسئ چې دا دنیا او څه چې په کې دي لعنتي دي، پرته د الله تعالی له یاد (ذکر) او هغه څه څخه چې تړاو ورسره لري، او عالم یا زده کونکی".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල Hausa Kurdî தமிழ் Nederlands Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી Magyar ქართული Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ Македонски తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې دنیا او هر څه چې په کې دي د الله تعالی له خوا داسې یو څه ګڼل شوې چې کرکه ترې شوې، غندل شوې، پرېښودل شوې او لرې اېسته شوې ګڼل شوې ده، ټول هغه څه لرې پرېښودل شوي چې پکې دي او هېڅ ستاینه یې نه کېږي، پرته د الله تعالی له یاد او هغه څه څخه چې ورته دي او الله تعالی یې خوښ ګڼي، او په شرعي علم پوه چې نورو ته یې ورزده کوي او یا یې پخپله زده کوي.فوائد الحديث
په دنیا مطلق لعنت ویل روا نه دي، ځکه داسې احادیث شته چې دا کار یې منع کړی، خو پر هغه څه لعنت ویل روا دی چې خلک له الله تعالی څخه لرې کوي او د هغه له طاعت څخه یې بوختوي.
په دنیا کې چې څه دي نو هغه لهو او لعب دي، پرته د الله تعالی له یادولو څخه او هغه څه چې د ذکر لامل او مرسته کوونکی ګرځي.
د علم، علماوو او طالب العلمانو فضیلت.
ابن تیمیه ویلي: له دې دنیا څخه هغه څه بد دي چې حرام دي او له کوم لامل پرته تر سره کېږي، او یا هغه حلال چې د ډېرېدو او ویاړ په موخه کېږي، او یا هغه څه چې د ځان د شهرت او ریا کارۍ لپاره کېږي، نو دا کړنې د عاقلانو له انده هغه څه دي چې کرکه ترې کېږي.
التصنيفات
دنیا سره د محبت کولو بدي