رسول ﷺ وفرمایل: دخپل ورور ملاتړ وکړه، هغه که ظالم وي اویا مظلوم

رسول ﷺ وفرمایل: دخپل ورور ملاتړ وکړه، هغه که ظالم وي اویا مظلوم

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول ﷺ وفرمایل: رسول ﷺ وفرمایل: دخپل ورور ملاتړ وکړه، هغه که ظالم وي اویا مظلوم»، یو سړي وویل:«اې د الله رسوله! که مظلوم وي نو مرسته به یې وکړم، خو که ظالم وي نو څنګه یې ملاتړ وکړم؟ «رسول ﷺ وفرمایل: «هغه د ظلم کولو څخه منع کوئ؛ نو همدا یې ملاتړ دی».

[صحيح دی] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

رسول ﷺ مسلمان ته امر کړی چې د خپل مسلمان ورور ملاتړ وکړي، هغه که ظالم وي او یا مظلوم، نو یو سړي وویل: اې د الله رسوله! کله چې مظلوم وي نو ملاتړ به یې وکړم تر څو پرې د ظلم مخنیوی وکړم، نو دا چې ظالم وي څنګه یې مرسته وکړم؟ هغه وفرمایل: منع کوې به یې، لاسنیوی به یې کوې چې ظلم ونه کړي؛ نو همدا یې په خپل هغه نفس او شیطان برلاسی دی چې په بدۍ ورته امر کوي.

فوائد الحديث

د مسلمانانو تر منځ د ایماني ورورګلوۍ د یو حق یادونه.

د ظلم څخه د ظالم لاس نیول او د ظلم څخه یې منعه کول.

د جاهليت د مفاهیمو پر وړاندې د اسلام مخالفت، ځکه هغوی یو د بل ملاتړ کوي، برابره خبره ده که ظالم وي او یا مظلوم.

التصنيفات

مسلمانه ټولنه