إِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى…

إِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا». «الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ورځې ګنهکار توبه وباسي، او د ورځې خپل لاس غوړوي تر څو د شپې ګنهکار توبه وباسي، تر دې چې لمر د لویدیځ له خوا راوخیژي

له ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «إِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا». «الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ورځې ګنهکار توبه وباسي، او د ورځې خپل لاس غوړوي تر څو د شپې ګنهکار توبه وباسي، تر دې چې لمر د لویدیځ له خوا راوخیژي».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې: الله تعالی د خپلو بندګانو توبه قبلوي، که بنده د ورځې ګناه وکړي او د شپې توبه وباسي، نو الله یې توبه قبلوي، او که د شپې ګناه وکړي او د ورځې توبه وباسي، نو الله یې توبه قبلوي. او هغه پاک ذات د بنده په توبه خوشحالېږي نو لاس ورته غوړوي او قبلوي یې او د توبې دروازه تر هغه وخته پورې خلاصه ده چې لمر له لوېدیځ څخه راوخېژي چې دا د نړۍ د پای ته رسېدو نښه ده، نو کله چې راوخېژي د توبې دروازه بندېږي.

فوائد الحديث

توبه تر هغه پورې قبلېږي چې دروازه یې خلاصه وي، او د لوېدیځ له خوا په لمر راختلو سره یې دروازه بندېږي، او انسان باید مخکې له دې وړاندې توبه وباسي چې ځنکندن پرې ولږېږي او ساه یې مرۍ ته راورسېږي.

د ګناه له امله باید (انسان) مایوسه او نا امېده نه شي، ځکه چې د الله تعالی بخښنه او رحمت پراخ دي او د توبې دروازه خلاصه ده.

د توبې شرطونه: لومړی: د ګناه پرېښودل، دویم: د ګناه په کولو پښېمانه کېدل. او درېيم: دا هوډ کول چې هېڅکله به بیا دا ګناه نه کوي، دا که چېرته د الله تعالی د حقونو پورې یې اړه درلوده، او که چېرته یې د بنده له حقونو سره تړاو درلوده، نو د توبې د صحت لپاره شرط دا دی چې هغه حق یې خاوند ته وروسپاري او یا حقدار ورته بخښنه وکړي.

التصنيفات

توبه