زما دوست او ملګري صلی الله علیه وسلم وسلم راته په درېو کارونو وصیت کړی دی: له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه نیول، د څاښت دوه رکعته لمونځ کول او دا چې له وېده کېدو وړاندې…

زما دوست او ملګري صلی الله علیه وسلم وسلم راته په درېو کارونو وصیت کړی دی: له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه نیول، د څاښت دوه رکعته لمونځ کول او دا چې له وېده کېدو وړاندې وتر وکړم

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې: زما دوست او ملګري صلی الله علیه وسلم وسلم راته په درېو کارونو وصیت کړی دی: له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه نیول، د څاښت دوه رکعته لمونځ کول او دا چې له وېده کېدو وړاندې وتر وکړم.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

ابوهریرة رضي الله عنه خبر ورکوي چې دوست یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د دریو خویونو په درلودلو وصیت کړی دی: لومړی: له هرې میاشتې څخه درې ورځې روژه نیول. دویم: هره ورځ د څاښت دوه رکعته لمونځ کول. دریم: له وېده کېدو وړاندې وتر کول، د هغه چا لپاره چې وېره لري د شپي په وروستۍ برخه کې نه شي راویښېدلی.

فوائد الحديث

صحابه کرامو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم بېلابیل ډول سپارښتنې د خپلو ملګرو د حالاتو په اړه د هغه د پوهې پر بنسټ وې، او دا چې کوم کار د هر یو لپاره مناسب و لکه د پیاوړې انسان لپاره جهاد، د عابد لپاره عبادت او د عالم لپاره علم او داسې نور.

ابن حجر العسقلاني د دې وینا په اړه ویلي: صوم ثلاثة أيام من كل شهر یعنې په هره میاشت کې درې ورځې روژه نیول، چې مراد ترې ایام البیض دي؛ هغه ورځې چې شپه یې رڼا وي او هغه د هجري میاشتو: دیارلسمې، څوارلسمې او پنځلسمې ورځې دي.

ابن حجر العسقلانی ویلي:

له دې څخه دا حکم اخیستل کیږي چې له خوبه مخکي وتر کول مستحب دي د هغه چا لپاره چې له راويښېدو څخه ډاډه نه وي.

د دې دریو عملونو ارزښت؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې خپلو ګڼو ملګرو ته وصیت کړی دی.

ابن دقیق العید د دې وینا په اړه فرمایلي: (وركعتي الضحى) یعنې او د څاښت دوه رکعتونه، چې کېدی شي لږ عدد یې د دې لپاره ذکر کړی وي چې لږ تر لږه دوه باید وشي، او پدې کې په دې خبره دلیل دی چې د څاښت لمونځ مستحب دی او لږ یې دوه رکعته دی.

د څاښت د لمانځه وخت: د لمر له راختو څخه نږدې یو پاو وروسته، او وخت یې د ماسپښین د لمانځه څخه تر لس دقیقو مخکې وخت پورې غځیږي، او د رکعتونو شمېر یې: لږتر لږه دوه رکعته دی او په ډېرو کې اختلاف دی، ویل شوي چې اته رکعتونه دي او داسې هم ویل شوي چې ډېر یې حد نه لري.

د وتر وخت: د ماخوستن له لمانځه څخه د سهار تر ختلو پورې، او لږ یې یو رکعت او ډېر یې یوولس رکعته دي.

التصنيفات

نفلي روژه