إعدادات العرض
بېشکه چې ستاسو رب ډېر حیاناک او عزتمند دی، هغه له خپل بنده نه حیا کوي چې کله ورته لاسونه پورته کړي او بېرته یې تش ور وګرځوي
بېشکه چې ستاسو رب ډېر حیاناک او عزتمند دی، هغه له خپل بنده نه حیا کوي چې کله ورته لاسونه پورته کړي او بېرته یې تش ور وګرځوي
له سلمان رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «بېشکه چې ستاسو رب ډېر حیاناک او عزتمند دی، هغه له خپل بنده نه حیا کوي چې کله ورته لاسونه پورته کړي او بېرته یې تش ور وګرځوي».
[حسن]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල Hausa Kurdî Português தமிழ் Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ไทย Македонски తెలుగు मराठी Українська ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy ភាសាខ្មែរ ಕನ್ನಡالشرح
نبي صلی الله عليه وسلم د دعا پر مهال د لاسونو په پورته کولو ټینګار کوي او خبر راکوي چې الله تعالی ډېر حیاء لرونکی ذات دی، او هېڅکله ورکړه نه پرېږدي، له بنده سره هغه څه کوي چې هغه پرې خوشحالېږي، او هغه څه پرېږدي چې زیان ور رسوي، (کریم) دی؛ له غوښتنې پرته ورکړه کوي، نو له غوښتنې وروسته به یې څنګه نه ورکوي؟ هغه د خپل مؤمن بنده څخه حیا کوي چې لاسونه یې د دعا لپاره ورپورته کړي او بیا یې تش، ناهیلي او له قبلولو پرته یې پرېږدي.فوائد الحديث
انسان چې هر څومره الله تعالی ته خپلې اړتیاوې وړاندې کوي او بندګي ورته ښیي، همغومره یې د دعا د قبلېدو لپاره هیله مندي زیاتېږي.
دعا کولو ته هڅوونه او دا چې پر مهال یې لاسونه پورته کول مستحب دي او د دعا د قبلېدو له لاملونو څخه یو دی.
د بندګانو په حق کې د الله د کرم او رحم د پراخوالي بیان.
التصنيفات
د دعا ادبونه