د هغه چا مثال چې قرآن یې حفظ کړی دی د تړل شوي اوښانو د څښتن په څېر دی، که یې تل تړل شوي وساتي نو پرې به برلاسی وي او که یې خلاص پرېښودل نو ترې به لاړ شي

د هغه چا مثال چې قرآن یې حفظ کړی دی د تړل شوي اوښانو د څښتن په څېر دی، که یې تل تړل شوي وساتي نو پرې به برلاسی وي او که یې خلاص پرېښودل نو ترې به لاړ شي

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "د هغه چا مثال چې قرآن یې حفظ کړی دی د تړل شوي اوښانو د څښتن په څېر دی، که یې تل تړل شوي وساتي نو پرې به برلاسی وي او که یې خلاص پرېښودل نو ترې به لاړ شي."

[صحيح دی] [متفق علیه دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کس چې قرآن کریم یې زده کړی او تلاوت یې خپل عادت ګرځولی وي - هغه که قرآن کریم په ناظره سره وي یا په حفظ - د هغه تړل شوي اوښ د مالک سره پرتله کړی چې په رسۍ یې د اوښ زنګون تړلی وي، نو که همداسې یې تړلی وساتي ورسره به پاتې شي او که یې خوشي کړي نو ترې به لاړ شي او ورک به شي، نو که د قرآن کریم خاوند یې په تلاوت کولو او یادولو دوامدار پاتې شي نو یاد به یې پاتې شي او که یې پرېښود نو ترې هېر به شي؛ تر څو چې ژمنتیا موجوده وي، حفظ به یې پاتې وي.

فوائد الحديث

د قرآن کریم پر تلاوت پابندۍ ته هڅونه، او د هېرولو په وړاندې یې احتیاط کول.

په منظم ډول د قرآن کریم لوستل د انسان ژبه اسانه او تلاوت کول ساده کوي، که څوک یې پریږدي، نو لوستل یې پرې پېټی کیږي او ورته سختیږي.

قاضي ویلي: د "صاحب القرآن" معنی دا ده: د چا چې ورسره ملګرتیا وي او: (المصاحبة) ملګرتیا ته وایي، له دې څخه دا هم اصطلاح هم ده چې: فلاني د فلاني ملګری دی، او لکه چې وایي: د جنت خاوندان او د دوزخ خاوندان.

د تبلیغ یوه طریقه د مثالونو کارول دي.

ابن حجر ویلي: د اوښانو یادونه یې په ځانګړې ډول ځکه چې په کورنیو څاریو کې اوښان د نورو څارویو په پرتله زیات تښتېدونکي دي، او کله چې ورک شي نو بیا یې لاسته راوړل ستونزمن وي.

التصنيفات

د قرآن کریم د تلاوت او حافظانو آداب, د قرآن کریم د تلاوت ادبونه