چا چې پداسې حال کې سهار کړ چې بدن یې روغ وي، کور او چاپېریال یې امن وي، د ورځې لپاره غله ولري، نو داسې ده لکه دا ټوله دنیا چې ورته راټوله شوې وي

چا چې پداسې حال کې سهار کړ چې بدن یې روغ وي، کور او چاپېریال یې امن وي، د ورځې لپاره غله ولري، نو داسې ده لکه دا ټوله دنیا چې ورته راټوله شوې وي

له عبیدالله بن محصن الأنصاري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: چا چې پداسې حال کې سهار کړ چې بدن یې روغ وي، کور او چاپېریال یې امن وي، د ورځې لپاره غله ولري، نو داسې ده لکه دا ټوله دنیا چې ورته راټوله شوې وي.

[حسن]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته خبر ورکوي چې: اې مسلمانانو، له تاسو څخه چې څوک په داسې حال کې سهار کړي چې بدن یې له ناروغیو او دردونو سالم وي، په ځان، کورنۍ، اولادونو، او لاره کې امن وي، هیڅ ویره ونه لري، د ورځې لپاره له حلالو څخه دومره غله یا روزي ولري چې بسنه کوي، نو داسې ده لکه ګویا چې ټوله دنیا ورته راټوله شوې وي.

فوائد الحديث

روغتیا، امن، او (قوت) یعنې غلې ته د انسان اړتیا.

بنده باید پدې نعمتونو د الله تعالی شکر ادا کړي.

قناعت او په دنیا کې زهد ته هڅوونه.

التصنيفات

خاکساري او عاجزي