أَلاَ أَدُلُّكُمَا عَلَى خَيْرٍ مِمَّا سَأَلْتُمَا؟ إِذَا أَخَذْتُمَا مَضَاجِعَكُمَا -أَوْ أَوَيْتُمَا إِلَى فِرَاشِكُمَا- فَسَبِّحَا ثَلاَثًا وَثَلاَثِينَ،…

أَلاَ أَدُلُّكُمَا عَلَى خَيْرٍ مِمَّا سَأَلْتُمَا؟ إِذَا أَخَذْتُمَا مَضَاجِعَكُمَا -أَوْ أَوَيْتُمَا إِلَى فِرَاشِكُمَا- فَسَبِّحَا ثَلاَثًا وَثَلاَثِينَ، وَاحْمَدَا ثَلاَثًا وَثَلاَثِينَ، وَكَبِّرَا أَرْبَعًا وَثَلاَثِينَ، فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمَا مِنْ خَادِمٍ». « آیا زه تاسو ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې ستاسو له غوښتنې (غلام غوښتلو) غوره وي؟ کله چې څملاستلئ - او یا خوب ځای ته راغلئ- نو درې دیرش ځلې سبحان الله، درې دیرش ځلی الحمد لله او څلوردیرش ځلې الله اکبر ووایئ، نو دا ستاسو لپاره له خدمتګار څخه غوره دي

له علی رضي الله عنه څخه روایت دی چې: فاطمه رضی الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله چې د میچنې له امله د خپلو لاسونو د تڼاکې کېدلو په اړه ورته شکایت وکړي، او لدې هم خبره شوې وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مریان راوستل شوي دي، خو هغه ورسره مخ نه شو، نو عائشې رضي الله عنها ته یې یادونه وکړه، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، عائشې رضي الله عنها خبر کړ، (علي رضي الله عنه) وایې: په داسې حال کې (زموږ کور ته) راغی چې مونږ څملاستلي وو، نو هڅه مو وکړه چې کینو، راته یې وویل: «مه خوځیږئ» نو راغی او زما او د (فاطمې) تر منځه کېناست، تر دې چې ما یې د پښو یخوالی په خپله ګېده حس کړ، نو ویې فرمایل: «أَلاَ أَدُلُّكُمَا عَلَى خَيْرٍ مِمَّا سَأَلْتُمَا؟ إِذَا أَخَذْتُمَا مَضَاجِعَكُمَا -أَوْ أَوَيْتُمَا إِلَى فِرَاشِكُمَا- فَسَبِّحَا ثَلاَثًا وَثَلاَثِينَ، وَاحْمَدَا ثَلاَثًا وَثَلاَثِينَ، وَكَبِّرَا أَرْبَعًا وَثَلاَثِينَ، فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمَا مِنْ خَادِمٍ». « آیا زه تاسو ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې ستاسو له غوښتنې (غلام غوښتلو) غوره وي؟ کله چې څملاستلئ - او یا خوب ځای ته راغلئ- نو درې دیرش ځلې سبحان الله، درې دیرش ځلی الحمد لله او څلوردیرش ځلې الله اکبر ووایئ، نو دا ستاسو لپاره له خدمتګار څخه غوره دي».

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور فاطمې رضي الله عنها لاسونه د میچن کولو له امله تڼاکې شوې وې، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته غلامان راوستل شول، ورغله تر څو ترې په همدې مریانو کې د یو غلام غوښتنه وکړي چې پر ځای یې د کور کارونه وکړي، خو هغه یې په کور کې ونه موند، او عائشه رضي الله عنها په کور کې وه، نو هغې ئې پدې خبره خبر کړه، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی؛ عائشې رضي الله عنها د فاطمې په راتګ خبر کړ چې د غلام غوښتنه یې کوله، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د فاطمې او علي رضي الله عنهما کور ته په داسې حال کې ورغی چې هغوی دواړه په بستر کې وو او ویده کېدلو ته یې چمتوالی نیوه، نو د دواړو تر منځه کېناست تر دې چې علي رضي الله عنه یې د پښو یخوالی په خپله ګېډه حس کړ او وېې فرمایل: آیا زه تاسو دواړو ته داسې یو څه ونه ښیم چې له خادم غوښتلو درته غوره وي؟ دواړو وویل: هو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې د خوب لپاره د شپې خپلو ځایونو ته لاړئ، نو څلوردیرش ځلې تکبیرونه یعنې: الله اکبر، درې دیرش ځلې تسبیح یعنې سبحان الله او درې دیرش ځلې الحمد لله ووایئ؛ نو دا اذکار تاسو دواړو ته له غلام څخه غوره دي

فوائد الحديث

په دوامداره توګه د دې مبارک ذکر ویل مستحب دي، او داسې راغلي دي چې علي رضي الله عنه دا وصیت د صفین (جګړې) په شپه کې هم نه دی پرېښودی.

دا ذکر د شپې له خوب پرته نه ویل کیږي او دا الفاظ په مسلم شريف کې د معاذ له روایت څخه ثابت دي چې له شعبه څخه یې روایت کړي "إذا أخذتما مضاجعكما من الليل". یعنې کله چې د شپې مهال خوب ځای تللئ (ویده کېدلئ).

که چېرته دا ذکر له یو مسلمان څخه د شپې په پېل کې هېر شي او بیا د شپې په وروستۍ برخه کې ور په یاد شي نو ویل یې باک نه لري؛ ځکه علي رضي الله عنه چې د حدیث راوي دی وایې چې له هغه څخه د صفین د شپې په پېل کې هیر شوي وو، بیا وریاد شول نو له سهار څخه وړاندې یې وویل:

مهلب وایي: په دې کې د دې خبرې جواز دی چې یو انسان خپله کورنۍ د هغه څه کولو ته اړباسي چې په خپله یې کوي لکه اخرت ته په دنیا ترجیح ورکول، که چېرته یې د دې کار د کولو توان درلوده.

ابن حجر العسقلانی وایي: څوک چې (دا اذکار) په دوامداره توګه ووایي او سخته ورته نه وه چې د ستړتیا سره یې ووایي؛ نو باک نه لري، یعنې کولی شي چې دا اذکار لدې ټاکلي اندازې زیات هم ووایي.

عیني وایي: دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته غوره وویل: نو وجه یې دا ده چې اذکار د اخرت سره تړاو لري او خادم له دنیا سره، او یا دا چې فاطمې د څه غوښتنه کړې وه نو د دې اذکارو له امله به دومره ځواکمنه شي چې د خادم په پرتله به بیا ډېر کارونه کولی شي.

التصنيفات

د ناڅاپه چارو د رامنځته کیدو اذکار