إعدادات العرض
رسول الله صلى الله عليه وسلم به په يوې پیمانې (صاع) غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې غسل کاوه او په يوه لپه به یې اودس کاوه
رسول الله صلى الله عليه وسلم به په يوې پیمانې (صاع) غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې غسل کاوه او په يوه لپه به یې اودس کاوه
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم به په يوې پیمانې (صاع) غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې غسل کاوه او په يوه لپه به یې اودس کاوه.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kurdî Português සිංහල অসমীয়া Kiswahili አማርኛ ગુજરાતી Nederlands नेपाली ไทย മലയാളം Кыргызча Română Malagasy Svenska Lietuvių తెలుగు Српскиالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم به له جنابت څخه په پيمانه غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې اوبه کارولې او اودس به یې په ورغوي سره کاوه: او (مد) یعنې پیمانه څلور لپې کیږي: د یو برابر انسان لپه چې دواړه ورغوي سره یو ځای کړي.فوائد الحديث
د اودس او غسل پر مهال د اوبو په لګښت کې ګذران کول او له اسراف څخه ډډه کول، که څه هم اوبه پرېمانه وي.
د اودس او غسل پر مهال د اړتیا په اندازه د لږو اوبو لګول مستحب دي، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه ده.
موخه دا ده چې اودس او غسل په بشپړه توګه وشي، سربېره پر دې چې سنتونه او آداب باید مراعت شي پرته لدې چې اسراف وشي، وخت به مراعتوي او د اوبو زیاتوالی او لږوالی او داسې نور به پام کې نیسي.
د جنابت اطلاق په هر هغه چا کیږي چې مني ترې لاړ شي او یا جماع وکړي او جنابت ورته ځکه ویل کیږي چې جُنب انسان د لمانځه او عبادت څخه تر هغه پورې ډډه کوي چې پاک شي.
پیمانه (صاع) د تول پېژندل شوې آله ده، او موخه ورڅخه نبوي پېمانه ده چې وزن یې (480) مثقاله ښې وربشې کیږي او په لیتر (۳ لیتره) کیږي.
مد: د اندازه کولو شرعي واحد دی چې د معتدل شخص د ډکو لاسونو اندازه ده چې کله یې ډک کړي او لاسونه ورسره اوږده کړي او مد: د فقهاوو په اتفاق څلور صاعه کیږي او اندازه یې (۷۵۰) ملی لیتره ده.
التصنيفات
د اوداسه، سنتونه او اداب