دا جوماتونه د میتازو او ګنده ګۍ لپاره ندي جوړ شوي، بلکې یوازې د الله تعالی د ذِکر، لمانځه، او قرآن کریم د تلاوت لپاره جوړ شوي دي

دا جوماتونه د میتازو او ګنده ګۍ لپاره ندي جوړ شوي، بلکې یوازې د الله تعالی د ذِکر، لمانځه، او قرآن کریم د تلاوت لپاره جوړ شوي دي

له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت وایي چې: موږ په مسجد کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، چې ناڅاپه یو بدوي یعنې اطرافي راغی او په جومات کې یې میتازې وکړې. نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابو وویل: 'مه مه یعنې (دا کار مه کوه ) رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «پریږدئ( یعنې متیازې کول پرې مه بندوئ) پریږدئ» نو هغو پرېښوده تر څو یې متیازې وکړې، وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم راوغوښت او ورته یې وویل: «دا جوماتونه د میتازو او ګنده ګۍ لپاره ندي جوړ شوي، بلکې یوازې د الله تعالی د ذِکر، لمانځه، او قرآن کریم د تلاوت لپاره جوړ شوي دي یا لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، وایي بیا یې له خلکو څخه یو سړي ته امر وکړ چې یوه بوقه اوبه راوړي او پر هغه ځای یې واړوي.

[صحيح دی] [متفق علیه دی]

الشرح

نبي صلی الله عليه وسلم په خپل مسجد کې د خپلو اصحابو سره ناست و، چې یو اطرافي سړی له بانډې څخه راغی او د جومات په یوه څنډه کې د متیازو کولو لپاره کېناست. نو صحابه وراټه او ورته یې وویل: ودرېږه، او دا کار ونه کړې. نبي صلی الله عليه وسلم وفرمایل: "هغه پرېږدئ، چې خپلې متیازې وکړې، نو هغوی پرېښود، تر څو یې کار خلاص کړ. بیا نبي صلی الله عليه وسلم راوغوښت او ورته یې وویل: دا جوماتونه د دې متیازو او ککړتیاوو لپاره نه دي جوړ شوي. بلکې یوازې د الله جل جلاله د ذِکر،لمونځ، او دقرآن کریم لوستلو او داسې نورو کړنو لپاره دي. بیا نبي صلی الله عليه وسلم له اصحابو څخه یو ته امر وکړ چې یو ډک سطل اوبه راوړي او د متیازو پر ځای یې واړولې.

فوائد الحديث

جوماتونو ته درناوی واجب دی او له هغه څه نه یې ساتنه هم واجب ده چې له شان سره یې مناسب نه وي.

نووي فرمایلي: له حدیث څخه دا انګیرنه کیږي چې د جوماتونو ساتنه او پاکوالی، له ککړتیاوو، پلیتۍ، او بلغمو څخه پاک ساتل په کار دي او د لوړو آوازونو، جنجالونو، پلور، پېر او دې ته ورته نورو معاملاتو څخه وساتل شي.

د ناپوهه سره نرم چلند کول، هغه ته د اړتیا وړ تعلیم ورکول، پرته لدې چې هغه ته ازار شي او یا ورسره سختي وشي، پدې شرط چې موخه یې سپاکوی نه وي او یا دا چې دا کړنه د ضد له مخې کوي.

"پیغمبر صلی الله علیه وسلم یو مهربان ښوونکی، ښه روزونکی او زغم لرونکی انسان و.

پر لمونځ، د قرآن کریم تلاوت او د الله تعالی په یادولو سره د جوماتونو پر ودانولو ټینګار.

التصنيفات

د جوماتونو آداب