زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه زیان رسولی شي او نه ګټه، که ما رسول ﷺ نه وای لیدلی چې ته یې ښکوله کړي یې ما به ته نه وې ښکل کړې

زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه زیان رسولی شي او نه ګټه، که ما رسول ﷺ نه وای لیدلی چې ته یې ښکوله کړي یې ما به ته نه وې ښکل کړې

له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې: هغه د حجر الأسود خواته لاړ او هغه یې ښکول کړ، بیا یې وویل: زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه زیان رسولی شي او نه ګټه، که ما رسول ﷺ نه وای لیدلی چې ته یې ښکوله کړي یې ما به ته نه وې ښکل کړې».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه د کعبې په زاویه کې حجر الأسود ته ورغی او ښکول یې کړ، بیا یې وویل: «زه پوهېږم چې ته یوه ډبره یې، نه ته زیان رسولی شي او نه ګټه، که چېرې ما رسول ﷺ نه وای لیدلي چې ته یې ښکول کړې یې ما به ته نه وي ښکل کړې.

فوائد الحديث

د حجر الأسود ښکلول د طواف کوونکو لپاره جواز لري، خو یوازې هغه وخت کله چې د طواف پر مهال دې ډبرې ته په اسانۍ سره د لاس رسي امکان وي.

د حجر الأسود له ښکلول موخه دا ده چې د رسول الله ﷺ د عمل پیروي وشي.

نووي وایي: مطلب یې دا دی چې ډبره پخپله نه توان لري چې ګټه ورسوي او یا زیان، او دا یوه مخلوق ډبره ده لکه د نورو مخلوقاتو، چې نه ګټه لري او نه زیان، عمر رضي الله عنه دا خبره په موسم (حج کې) په ډاګه کړه، څو په مختلفو سیمو کې خلک خبر شي او د موسم خلک ترې دا خبره زده کړي.

عبادتونه توقیفي دي؛ یعنې یوازې هغه عبادتونه جواز لري چې الله تعالی او د هغه رسول ﷺ یې اجازه ورکړې وي.

کله چې عبادت صحيح وي عمل پرې کېږي، که څه هم حکمت یې معلوم نه وي؛ ځکه د هغې د ترسره کولو له لارې د خلکو اطاعت او پیروي هم د مقصود حکمت یوه برخه ده.

د هغه څه د ښکلولو ممانعت چې شریعت کې یې د ښکلولو یادونه نه وي شوي لکه ډبرې او نور شيان.

التصنيفات

د صحابه کرامو - رضي الله عنهم - فضیلت, د حج او عمرې حکمونه او مسائل