السَّاعِي عَلَى الأَرْمَلَةِ وَالمِسْكِينِ، كَالْمُجَاهِدِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، أَوِ القَائِمِ اللَّيْلَ الصَّائِمِ النَّهَارَ».…

السَّاعِي عَلَى الأَرْمَلَةِ وَالمِسْكِينِ، كَالْمُجَاهِدِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، أَوِ القَائِمِ اللَّيْلَ الصَّائِمِ النَّهَارَ». "د کونډې او مسکینانو پالنه کوونکی د هغه چا په څېر دی چې د الله په لاره کې جهاد کوي، او یا د هغه چا په څېر دی چې د شپې ولاړ وي (تهجد کوي) او د ورځې روژه نیسي

له ابو هريرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «السَّاعِي عَلَى الأَرْمَلَةِ وَالمِسْكِينِ، كَالْمُجَاهِدِ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، أَوِ القَائِمِ اللَّيْلَ الصَّائِمِ النَّهَارَ». "د کونډې او مسکینانو پالنه کوونکی د هغه چا په څېر دی چې د الله په لاره کې جهاد کوي، او یا د هغه چا په څېر دی چې د شپې ولاړ وي (تهجد کوي) او د ورځې روژه نیسي".

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې هغې ښځې ته پاملرنه وکړي چې خاوند یې مړ شوی وي او څوک یې نه وي چې د چارو سرپرستي یې وکړي، همدا رنګه اړمن مسکین ته او د الله جل جلاله د ثواب په تمه په دوی مصرف کوي؛ نو دی په اجر او ثواب کې د هغه چا په څېر دی چې د الله جل جلاله په لاره کې جهاد کوي، یا د هغه تهجد کوونکي په څېر چې نه ستړی کیږي، او هغه روژه نیونکی چې پرلپسې روژه وي.

فوائد الحديث

همکارۍ، پیوستون، یو د بل کفالت کول او د کمزورو اړتیاوو پوره کولو ته هڅول.

عبادت هر نیک عمل ته شاملیږي، او د کونډو او مسکینانو پالنه هم له عبادت څخه دی.

ابن هبيره رضي الله عنه فرمايي: مطلب دا دی چې الله جل جلاله ورته د روژه دار، لمونځ کوونکي او مجاهد اجر يو ځای کوي. ځکه چې هغه د کونډې لپاره د هغې د مېړه پر ځای ودرېد او د هغه مسکین د چارو پالنه یې وکړه چې د خپل ځان لپاره یې څه نشو کولی، نو خپله اضافي غله یې (د الله جل جلاله په لار کې) مصرف کړه او له هغه څه نه یې لګښت وکړ چې په خوارۍ یې ګټلي وو، نو ګټه یې د روژه دار، تهجد کوونکي او مجاهد د اجر سره برابره شوه.

التصنيفات

په اندامونو د عملونو فضیلت