لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَيْلٌ لِلْعَرَبِ مِنْ شَرٍّ قَدِ اقْتَرَبَ، فُتِحَ اليَوْمَ مِنْ رَدْمِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلُ هَذِهِ»، «له الله پرته بل برحق…

لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَيْلٌ لِلْعَرَبِ مِنْ شَرٍّ قَدِ اقْتَرَبَ، فُتِحَ اليَوْمَ مِنْ رَدْمِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلُ هَذِهِ»، «له الله پرته بل برحق معبود نشته، هلاکت دی عربو ته د هغه شر له امله چې په ریښتیا نږدې شوی، نن ورځ د یاجوج او ماجوجو هغه کنډو دومره پرانیستل شو

له زینب بنت جحش رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ویره کې هغې ته ورغی او ویې فرمایل: «لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَيْلٌ لِلْعَرَبِ مِنْ شَرٍّ قَدِ اقْتَرَبَ، فُتِحَ اليَوْمَ مِنْ رَدْمِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلُ هَذِهِ»، «له الله پرته بل برحق معبود نشته، هلاکت دی عربو ته د هغه شر له امله چې په ریښتیا نږدې شوی، نن ورځ د یاجوج او ماجوجو هغه کنډو دومره پرانیستل شو» بیا یې خپله غټه او ورسره ګوته حلقه کړې(یعنې لږه برخه یې پاتې شوه)، زینب بنت جحش رضي الله عنها فرمایي نو ما وویل چې ای د الله رسوله! آیا موږ به هلاک شو په داسې حال کې چې زموږ په مینځ کې صالح خلک دي؟ ويې ويل: «نَعَمْ إِذَا كَثُرَ الخَبَثُ» هو، کله چې فسق او فجور زیات شي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلى الله عليه وسلم د زينب بنت جحش رضي الله عنها (کور) ته په داسې حال کې ورغی چې وارخطا او ویریدلی و، او ویل یې: (لا إله إلا الله) غوښتل یې د یوې بدې پېښې له پېښېدو خبر ورکړي، چې د خلاصون بله لاره نشته پرته لدې چې الله تعالی ته پناه یوسي، بیا هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د عربو لپاره هلاکت دی د هغه شر له امله چې پېښېدل یې نږدې شوي دي، نن ورځ د یاجوج او ماجوج بند چې ذوالقرنین جوړ کړی و، پدې اندازه پرانستل شو او خپله غټه او مسواکۍ ګوته یې سره حلقه کړې. نو زینب رضي الله عنها وفرمایل: څنګه به الله موږ هلاکوي پداسې حال کې چې په مونږ کې صالح مؤمنان دي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: کله چې فسق، فجور، ګناهونه، زنا، شراب او داسې نورې پلیتۍ زیاتې شي بیا ټول تباه کیږي.

فوائد الحديث

د ویرې له امله وارخطایي د الله تعالی له یادولو څخه د مؤمن زړه نه بوختوي؛ ځکه چې د الله تعالی په یاد سره زړونو ته سکون پیدا کیږي.

د ګناهونو پر منع کولو ټېنګار او مخنیوی یې کول چې واقع نه شي.

عام هلاکت هغه مهال رامنځته کیږي چې ګناهونه زيات شي، په خلکو کې عام شي او هېڅوک ترې منع کول نه کوي، که څه نېکان خلک ډېر وي.

مصیبت په نېکانو او فاسدانو ټولو راځي، خو هر سړی به د خپل نیت سره راژوندی کیږي.

پدې وینا سره چې " عربانو ته هلاکت دی د هغه شر له امله چې نږدې شوی دی" رسول الله صلی الله علیه وسلم عربان ځکه په ځانګړې توګه یاد کړل چې هغه مهال دوی اکثريت هغه کسان وو چې اسلام یې قبول کړی و.

التصنيفات

د قیامت نښانې, په نکاح او خپلې کورنۍ سره په ژوند تېرولو کې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه