بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی

بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې: رسول الله ﷺ مسجد ته داخل شو نو یو سړی راغی، لمونځ یې وکړ او پر رسول ﷺ سلام یې واچاوه، رسول ﷺ ورته وویل: «بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی»، سړی بیرته ولاړ او لمونځ یې وکړ بیا راغی او پر رسول ﷺ سلام یې واچاوه، رسول ﷺ ورته بیا وویل: «بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی.» دا (عمل) درې ځلې تکرار شو، سړي وویل: «زما دې په هغه ذات قسم وي چې ته یې په حقه رالیږلی یې چې له دې یې ښه نه شم کولی ، نو رازده یې کړه، رسول الله ﷺ ورته وویل: «کله چې لمانځه ته ودریدې نو تكبیر ووایه، بیا د قرآن هغه برخه ولوله چې درته آسانه وي، بیا رکوع وکړه تر څو په رکوع کې سکون ومومې، بیا پورته شه تر څو په قیام کې اعتدال رامنځته شي، بیا سجده وکړه تر څو په سجده کې سکون ومومې، بیا پورته شه تر څو په ناسته کې سکون ومومې، او دا (کړنې په پاتې)ټول لمونځ کې ترسره کړه».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

نبي ﷺ جومات ته ننوت، نو ورپسې یو سړی داخل شو او دوه رکعته لمونځ یې په بیړه ادا کړ چې نه یې په ولاړه، نه رکوع او نه سجده کې اطمینان درلود، دا په داسې حال کې چې نبي ﷺ د هغه لمانځه ته کتل، نو کله چې سړی د نبي ﷺ خواته راغی چې هغه د جومات په یوه څنډه کې ناست و، نو سلام وکړ، نبي ﷺ یې سلام ته ځواب ورکړ او ورته ویې ویل: «بېرته ولاړ شه او لمونځ دې بیا ادا کړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی». سړی بیرته ولاړ او په بیړه یې لمونځ وکړ لکه څنګه یې چې مخکې یې کړی و، بیا راغی او رسول ﷺ ته یې سلام وکړ، رسول ﷺ ورته وویل: «بېرته لاړ شه او لمونځ وکړه، ځکه تا لمونځ نه دی کړی.» دا کار یې درې ځلې تکرار کړ. سړي وویل: «په هغه ذات قسم چې ته یې په حقه راستولی یې، له دې یې ښه نه شم کولی، ما ته یې رازده کړه، رسول الله ﷺ ورته وویل: «کله چې لمانځه ته ودریدې نو تکبیرة الإحرام ووایه، بیا فاتحه ولوله او هغه چې درته آسان وي، بیا رکوع وکړه تر څو په رکوع کې سکون ومومې: خپل لاسونه پر زنګنونو کیږده، شا وغځوه او رکوع وکړه، بیا پورته شه او خپله شا سیده کړه ترڅو هډوکي خپل ځای ته ورسیږي او په قیام کې اعتدال رامنځته شي، بیا سجده وکړه تر څو په سجده کې مطمئن شې: خپل تندی او پوزه، لاسونه، زنګونونه او د پښو نوکان په ځمکه ولږوه، بیا پورته شه ترڅو په ناسته کې سکون ومومې دا کارونه په هر رکعت کې تکرار کړه».

فوائد الحديث

دا د لمانځه ارکان دي چې نه پرېښودل کېږي، نه قصداً او نه د ناپوهۍ له امله، دلیل یې دا دی چې لمونځ کوونکي ته د لمانځه د بیا ترسره کولو امر شوی، او رسول الله ﷺ ورته یوازې په لارښوونه بسنه نه ده کړې.

سکون (اطمینان) د لمانځه له ارکانو څخه یو رکن دی.

النووي وایي: په دې کې دا معنا ده چې څوک د لمونځ د واجباتو څخه کومه برخه هېره کړي، د هغه لمونځ صحیح نه ګڼل کېږي.

النووي وایي: په دې کې د زده کوونکي او ناپوه کس سره نرمښت، نرم برخورد کول، مسأله ورته څرګندول او مقاصد لنډول شامل دي، او یوازې د هغه لپاره اړین ټکي تدریس کول، نه هغه بشپړ جزئیات چې د هغه توان او ظرفیت یې نه لري چې زده یې کړي او عملي یې کړي.

التصنيفات

د لمانځه طریقه