رسول الله ﷺ به مونږ ته د استخارې دعا داسې ښووله، لکه څنګه به یې چې مونږ ته د قرآن یو سورت ښووه

رسول الله ﷺ به مونږ ته د استخارې دعا داسې ښووله، لکه څنګه به یې چې مونږ ته د قرآن یو سورت ښووه

له جابر بن عبدالله رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه وايي چې: رسول الله ﷺ به مونږ ته د استخارې دعا داسې ښووله، لکه څنګه به یې چې مونږ ته د قرآن یو سورت ښووه، ویې فرمایل: کله چې ستاسو څخه یو څوک د کوم کار اراده ولري، نو له فرض لمانځه پرته دې دوه رکعته لمونځ دې وکړي، بیا دې دا دعا ووایي: «یا الله! زه ستا نه د ستا د علم له مخې خېر مشوره غواړم، او د ستا د قدرت له مخې مرسته غواړم، او ستا د لوی فضل نه درڅخه سوال کوم، ځکه ته توان لرې او زه یې نه لرم، ته پوهېږې او زه نه پوهېږم، او ته په پټو چارو ښه پوه یې، یا الله! که ستا په علم کې وي چې دا کار (دلته به خپله غوښتنه وکړي) زما لپاره زما په دین، ژوند، او د کار په پایله کې (یا: زما په اوسني او راتلونکي حال) کې زما په خېر وي، نو دا کار مې تقدیر کړه، اسان یې راکړه، او برکت راته پکې، او که ستا په علم کې دا وي چې دا کار زما لپاره زما په دین، ژوند، او د کار په پایله کې (یا: زما په اوسني او راتلونکي حال) کې بد دی، نو دا کار له ما څخه لرې کړه، او ما ترې لرې کړه، او هر چېرته چې خیر وي، هغه مې تقدیر کړه، بیا مې پرې خوښ کړه.» ویې فرمایل: «او د خپل حاجت یادونه دې وکړي».

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

کله چې مسلمان وغواړي یو کار ترسره کړي چې د سم تصمیم په اړه یقین نه لري، نو ورته مشروع دي چې د استخارې لمونځ وکړي. لکه څنګه چې نبي ﷺ خپلو اصحابو ته دا لمونځ داسې ښوده لکه څنګه چې به یې چې ورته د قرآن سورتونه ښودل، نو له فرض لمانځه پرته دې دوه رکعته وکړي، بیا دې د الله تعالی څخه دا دعا وغواړي: «اللهم إني أستخيرك» یعنې ای الله! په دوو کارونو کې درڅخه د هغه کار لپاره توفیق غواړم چې خېر مې پکې وي، «بعلمك» یعنې ستا څخه ستا د پراخه او هر څه رانغاړونکي علم له مخې سوال کوم، «وأستقدرك» یعنې له تا غوښتنه کوم چې ځواک راکړې، ځکه زه پخپله بې وسه یم، «بقدرتك» یعنې ستا د پیاوړې قدرت له مخې، ځکه ته له هېڅ شي عاجز نه یې، «وأسألك من فضلك» او ستا څخه ستا د پراخې مهربانۍ سوال کوم، ځکه ستا ورکړه ستا له خوا لورینه ده، او هیڅوک تاسره په هیڅ نعمت کې حقدار نه دی؛ «فإنك تقدر» یعنې ته پر هر څه توان لرې، او زه کمزوری عاجز یم «ولا أقدر» او ستا له ملاتړ پرته هیڅ ځواک نه لرم، او ته «تعلم» پوهیږي، په خپل هر اړخیز علم سره په ښکاره او پټ، ظاهر او باطن څیزونو باندې، «و أنا لا أعلم» او زه په هېڅ نه پوهېږم مګر ستا په توفیق او لارښوونه، «وأنت علام الغيوب» حال دا چې ته په پټو او ښکاره ټولو شیانو بشپړ عالم یې. یعنې ستا علم بې محدودیته دی، او ستا ځواک بې اغېزه نه دی، او نورو یوازې هومره توان لري چې تا ورته ورکړی او اجازه دې ورته کړې ده.

التصنيفات

د استخارې لمونځ