لَا تَدَعَنَّ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ تَقُولُ: اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ».…

لَا تَدَعَنَّ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ تَقُولُ: اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ». «اې معاذه! زه تاته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې مه پرېږده چې ووایې: اې الله، ستا په یادولو، ستا په شکر ادا کولو او ستا په ښه عبادت کولو کې راسره مرسته وکړې

له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه له لاس څخه ونیوه او ویې ویل: «يَا مُعَاذُ، وَاللَّهِ إِنِّي لَأُحِبُّكَ»، " اې معاذه، په الله قسم چې زه درسره مینه لرم"، نو ویې فرمایل: «أُوصِيكَ يَا مُعَاذُ لَا تَدَعَنَّ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ تَقُولُ: اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ». «اې معاذه! زه تاته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې مه پرېږده چې ووایې: اې الله، ستا په یادولو، ستا په شکر ادا کولو او ستا په ښه عبادت کولو کې راسره مرسته وکړې».

[صحيح] [نسائي روايت کړی دی - ابوداود روايت کړی دی - احمد روايت کړی دی - مالک روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د معاذ بن جبل رضي الله عنه لاس ونیوه او ورته یې وویل: قسم په الله چې زه درسره مینه لرم، او اې معاذه! زه درته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې پرې نه ږدې چې ووایې: (اللهم أَعِنّي على ذكرك) اې الله زما سره ستا په یادولو کې مرسته وکړې، په هرې وینا او عمل کې چې ستا پیروۍ ته مې نږدې کوي. (وشُكْرِك) او ستا په شکر ادا کولو، چې نعمتونه تر لاسه کړم او له نعمتونو څخه د بې برخې کېدلو پر وړاندې مانع وګرځي. (وحُسْن عبادتك) او ستا په ښایسته عبادت، چې الله تعالی ته پکې اخلاص وي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه برابر وي.

فوائد الحديث

د یو چا د خبرولو مشروعیت، کله چې ورسره د الله تعالی لپاره مینه لرې.

د هر فرض او نفلي لمانځه وروسته دا دعا کول مستحب دي.

په دې څو کلمو سره د دنیا او آخرت اړتیاوې غوښتل کیږي.

د الله تعالی لپاره د محبت کولو له ګټو څخه یو بل ته په حق وصیت، نصیحت او د نیکۍ او تقوا په کارونو کې د یو بل ملاتړ دی.

طیبي فرمایلي: د الله تعالی یادول د سینې د پراخېدو پېلامه، او د شکر ویستل یې د نعمتونو د تر لاسه کولو وسیله، او د ښایسته عبادت لپاره د هر هغه څه څخه ځان بې کاره کول دي چې د الله تعالی له یاد څخه یې مشغولوي.

التصنيفات

د لمانځه اذکار