دنیا د مؤمن لپاره زندان او د کافر لپاره جنت دی

دنیا د مؤمن لپاره زندان او د کافر لپاره جنت دی

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: دنیا د مؤمن لپاره زندان او د کافر لپاره جنت دی.

[صحیح] [مسلم روایت کړی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې دنیا د مؤمن لپاره لکه د زندان په څېر ده، ځکه چې هغه په شرعي واجباتو پابند دی — په څه چې ورته امر شوی باید عمل پرې وکړي او له څه نه چې منعه شوی باید ویې نه کړي، نو کله چې مړ شي، له دې کړاوونو راحت مومي او هغه تلپاتې نعمتونو ته ځي چې الله تعالی ورته چمتو کړی دي، خو دنیا د کافر لپاره لکه جنت ده، ځکه هغه هر څه کوي چې زړه یې وغواړي او نفس یې ورته امر کوي، خو کله چې مړ شي، د قیامت په ورځ د تل پاتې هغه عذاب سره مخ کیږي چې الله تعالی ورته چمتو کړی دی.

فوائد الحديث

نووي وایي: هر مؤمن په دنیا کې زنداني دی، ځکه هغه د حرامو او مکروه شیانو څخه منع شوی او په سختو طاعاتو مکلف دی. نو کله چې مړ شي، له دې حالته راحت مومي او هغه تلپاتې نعمتونو ته ځي چې الله تعالی ورته چمتو کړي دي، له بشپړې آرامۍ سره پرته له کمښت څخه، خو کافر ته د دنیا نعمتونه لږ او له کړاوونو ډک دي، خو کله چې مړ شي، د تل پاتې عذاب او ابدي بدبختۍ سره مخ کیږي.

سندي وایي: د (سجن المؤمن، یعنې د مؤمن زندان) مطلب دا دی چې که څه هم هغه په نعمت کې وي، خو جنت ورته له دې غوره دی، او د (وجنة الکافر، یعنې د کافر جنت )مطلب دا دی چې که څه هم هغه په دنیا کې خوند اخلي، خو اور ورته له دې ډېر بد دی.

د الله تعالی سره د دنیا بې ارزښتوالی.

دنیا د مؤمنانو لپاره د آزموینې او امتحان ځای دی.

کافر خپل جنت ته په دنیا کې بېړه کوي؛ نو د آخرت د جنت او نعمتونو له محرومۍ سره جزا ورکول کیږي.

التصنيفات

خاکساري او عاجزي, دنیا سره د محبت کولو بدي