إعدادات العرض
مَا مِنْ قَوْمٍ يَقُومُونَ مِنْ مَجْلِسٍ لَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ فِيهِ إِلَّا قَامُوا عَنْ مِثْلِ جِيفَةِ حِمَارٍ، وَكَانَ لَهُمْ حَسْرَةً».…
مَا مِنْ قَوْمٍ يَقُومُونَ مِنْ مَجْلِسٍ لَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ فِيهِ إِلَّا قَامُوا عَنْ مِثْلِ جِيفَةِ حِمَارٍ، وَكَانَ لَهُمْ حَسْرَةً». «هېڅ خلک له داسې يو مجلس څخه نه پورته کېږي چې دوی پکې الله یاد نه کړي مګر دا چې دوی داسې پورته کېږي لکه په یو مردار خره چې سره راغونډ شوي وي، او دا به د دوی لپاره پښېمانتیا ولري
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «مَا مِنْ قَوْمٍ يَقُومُونَ مِنْ مَجْلِسٍ لَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ فِيهِ إِلَّا قَامُوا عَنْ مِثْلِ جِيفَةِ حِمَارٍ، وَكَانَ لَهُمْ حَسْرَةً». «هېڅ خلک له داسې يو مجلس څخه نه پورته کېږي چې دوی پکې الله یاد نه کړي مګر دا چې دوی داسې پورته کېږي لکه په یو مردار خره چې سره راغونډ شوي وي، او دا به د دوی لپاره پښېمانتیا ولري».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Kurdî Kiswahili Português සිංහල Nederlands Tiếng Việt অসমীয়া ગુજરાતી አማርኛ Hausa ไทย Tagalog മലയാളം नेपाली Magyarالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هېڅ داسې خلک نشته چې په یوه مجلس کې سره ناست وي او بیا ترې په داسې حال کې پاڅېږي چې الله یې نه وي یاد کړی مګر دا چې داسې به ترې پاڅېږي لکه د خره په یو جسد چې سره راټول شوي وي؛ په بد بوی او مردارۍ کې ناست وي، ځکه چې دوی په خبرو د الله جل جلاله له یاد څخه غافل شوي وو، او د دوی دا ناسته به دقیامت په ورځ د دوی لپاره آفسوس، پښېمانتیا او نېمګړتیا ولري.فوائد الحديث
د الله جل جلاله له يادولو څخه د غفلت په اړه ياد شوى اخطار يوازې په مجلسونو پورې نه دى، بلکې نورو ته هم شاملېږي، امام نووي رحمه الله فرمايلي: د هغه چا لپاره د یو مجلس پرېښودل مخکې له دې مکروه دي چې الله پکې یاد شي.
د دوی د قیامت د ورځې پښېمانتیا خو یا له دې امله ده چې دوی د وخت په له لاسه ورکولو سره له اجر او ثواب څخه محرومېږي او یا له دې امله چې د الله تعالی په نافرمانۍ کې د وخت تېرولو له امله ګناهکارېږي.
دا اخطار هغه چاته متوجه دی چې: غفلت یې د حلالو مسئلو په اړه وي، نو د حرامو ناستو په اړه چې غیبت، چغلي او داسې نور به څنګه وي؟!
التصنيفات
د ذکر فضیلت