نو په خوراک مو سره راټول شئ او د الله نوم پرې یاد کړئ، برکت به پکې واچول شي

نو په خوراک مو سره راټول شئ او د الله نوم پرې یاد کړئ، برکت به پکې واچول شي

له وحشي بن حرب رضي الله عنه څخه روایت دی چې: هغوی وویل: اې د الله رسوله! موږ خوراک کوو خو نه مړېږو، هغه وفرمایل: «ښايي تاسې جلا جلا خورئ؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: «نو په خوراک مو سره راټول شئ او د الله نوم پرې یاد کړئ، برکت به پکې واچول شي».

[حسن] [ابو داود ابن ماجه او احمد روایت کړی دی]

الشرح

ځینو صحابه وو له نبي صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: موږ خوراک کوو خو مړښت راته نه حاصلېږي. نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ښايي تاسې د خوړو پر مهال جلا جلا کېږئ او هر یو ځانته خوراک کوﺉ؟ هغوی وویل: هو. ویې فرمایل: یو ځای شئ او جلا جلا خوراک مه کوئ، او د خوړو پر مهال بسم الله ووایئ، نو برکت به پکې راشي او تاسو ته به مړښت حاصل شي.

فوائد الحديث

د خوړو لپاره سره یو ځای کېدل او د خوړو پر مهال د الله نوم یادول په خوراک کې برکت راولي او د خوراک څخه مړښت حاصلېږي.

ځان ځاني ټول شر دی، او یو ځای کېدل ټول خېر دی.

د خوړلو پر مهال سره یو ځای کېدل او د الله نوم یادولو ته هڅوونه.

سندي ویلي: په یو ځای کېدو سره په خوړو کې برکت نازلېږي او د الله د نوم په یادولو سره شیطان خوړو ته د لاسرسي څخه منع کېږي.

التصنيفات

د خوراک او څښاک ادبونه