إعدادات العرض
کله چې زه (اسرا او معراج) ته پورته کړی شوم، نو په د خلکو په یوې ډلې تېر شوم چې په اوسپنیزو نوکانو یې د خپلو مخونو او سینو غوښې شوکارې کولې
کله چې زه (اسرا او معراج) ته پورته کړی شوم، نو په د خلکو په یوې ډلې تېر شوم چې په اوسپنیزو نوکانو یې د خپلو مخونو او سینو غوښې شوکارې کولې
له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «کله چې زه (اسرا او معراج) ته پورته کړی شوم، نو په د خلکو په یوې ډلې تېر شوم چې په اوسپنیزو نوکانو یې د خپلو مخونو او سینو غوښې شوکارې کولې نو ما وویل چې: ای جبرائیله دا څوک دي، هغه وویل: دا هغه خلک دي چې د خلکو غوښې خوري (غیبت یې کوي) او په عزتونو کې یې غږیږي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Indonesia Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Français ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Русский Tiếng Việt Magyar ქართული Kiswahili සිංහල Română অসমীয়া ไทย Português मराठी دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ ગુજરાતી Nederlands Македонски ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: کله چې هغه د اسراء او معراج په شپه آسمان ته پورته کړی شو، نو د خلکو په یوې ډلې تېر شو چې اوسپنیز نوکان یې لرل او په هغو سره یې د خپلو مخونو اوسېنو غوښې توږلې او څیرې کولې، نو هغه له جبرائیل علیه السلام څخه وپوښتل چې: دې کسانو څه کړي چې داسې عذاب ورکول کېږي؟ جبرائیل علیه السلام وویل: دا هغه کسان دي چې دخلکو غیبت کوي او د هغوی په عزتونو کې ناحقه خبرې کوي.فوائد الحديث
د غیبت په اړه سخت خبرداری، او د غیبت کوونکي تشبیه د هغه چا سره د انسانانو غوښې خوري.
د خلکو په عزتونو کې خبرې کول لکه غیبت او داسې نور له کبیره ګناهونو څخه دي.
طيبي په دې اړه ویلي: (یخمشون) کله چې د مخ او سینو شوکارې کول د هغو ښځو صفت دی چې (په مړي) ستاینې کوي، نو دا یې د هغه چا لپاره سز وګرځوله چې غیبت کوي او د مسلمانانو په عزتونو کې غږیږي، پدې معنا چې دا د سړیو صفتونه ندي، بلکې دا په ډیر ناوړه او بدو حالتونو کې د ښځو صفتونه دي.
په غیبو او ټولو هغو شیانو ایمان درلودل واجب دي چې الله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم یې په اړه خبر ورکړی.
التصنيفات
د ګناهونو بدي