?لَا تَزُولُ قَدَمَا عَبْدٍ يَوْمَ القِيَامَةِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ عُمُرِهِ فِيمَا أَفْنَاهُ، وَعَنْ عِلْمِهِ فِيمَ فَعَلَ، وَعَنْ مَالِهِ مِنْ أَيْنَ…

?لَا تَزُولُ قَدَمَا عَبْدٍ يَوْمَ القِيَامَةِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ عُمُرِهِ فِيمَا أَفْنَاهُ، وَعَنْ عِلْمِهِ فِيمَ فَعَلَ، وَعَنْ مَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَ أَنْفَقَهُ، وَعَنْ جِسْمِهِ فِيمَ أَبْلَاهُ». «د قيامت په ورځ به د بنده دواړه قدمونه له خپله ځایه پورته نه شي تر څو ترې د هغه د عمر په اړه پوښتنه وشي چې په څه کې یې تېر کړی، او د علم په اړه چې څه عمل یې پرې کړی، او د مال په اړه چې له کومې لارې یې تر لاسه کړی او په کومه لاره کې یې لګولی، او د بدن په اړه چې په څه کې یې زوړ کړی دی

له ابو برزة الأسلمي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا تَزُولُ قَدَمَا عَبْدٍ يَوْمَ القِيَامَةِ حَتَّى يُسْأَلَ عَنْ عُمُرِهِ فِيمَا أَفْنَاهُ، وَعَنْ عِلْمِهِ فِيمَ فَعَلَ، وَعَنْ مَالِهِ مِنْ أَيْنَ اكْتَسَبَهُ وَفِيمَ أَنْفَقَهُ، وَعَنْ جِسْمِهِ فِيمَ أَبْلَاهُ». «د قيامت په ورځ به د بنده دواړه قدمونه له خپله ځایه پورته نه شي تر څو ترې د هغه د عمر په اړه پوښتنه وشي چې په څه کې یې تېر کړی، او د علم په اړه چې څه عمل یې پرې کړی، او د مال په اړه چې له کومې لارې یې تر لاسه کړی او په کومه لاره کې یې لګولی، او د بدن په اړه چې په څه کې یې زوړ کړی دی».

[صحيح] [ترمذی روایت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هېڅوک به د قیامت په ورځ د حساب له ځای څخه جنت یا دوزخ ته تېر نه شي تر دې چې د څلورو کارونو په اړه ترې پوښتنه وشي. لومړی: ژوند یې چې په څه کې یې تېر کړی؟ دویم: علم یې؛ چې آیا د الله لپاره یې زده کړی؟ او ایا عمل یې پرې کړی؟ او یا مستحق کس ته یې رسولی؟ دريم: د مال په اړه چې له کومه یې کړی، له حلالو دی که له حرامو؟ او په څه کې یې لګولی؛ په هغه څه کې یې لګولی چې الله راضي کوي کنه په هغه څه کې چې الله ناراضه کوي؟ څلورم: د جسم، روغتیا او ځوانۍ په اړه یې چې په څه کې یې تېره کړې او کارولې ده؟

فوائد الحديث

د ژوند څخه په داسې طریقه د ګټې اخستلو ټینګار چې الله جل جلاله راضي کوي.

د الله جل جلاله نعمتونه یې پر بندګانو ډیر دي او خامخا به ترې د هغو نعمتونو په اړه پوښتنه وکړي چې دوی پکې وو، نو باید د الله جل جلاله نعمتونه په هغه څه کې وکاروي چې الله جل جلاله راضي کوي.

التصنيفات

بل ژوند