مسلمان پر مسلمان شپږ حقونه لري» وویل شو: هغه کوم دي ای د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «کله چې ورسره مخ شې، سلام پرې واچوه؛ که یې چې بلنه درکړه، قبوله یې کړه؛ کله یې چې له تا…

مسلمان پر مسلمان شپږ حقونه لري» وویل شو: هغه کوم دي ای د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «کله چې ورسره مخ شې، سلام پرې واچوه؛ که یې چې بلنه درکړه، قبوله یې کړه؛ کله یې چې له تا نصیحت وغوښت، نصیحت ورته وکړه؛ که پرنجی یې وکړ او الحمد لله یې وویل نو "یَرْحَمُکَ الله" ورته ووایه؛ که ناروغ شو، پوښتنه یې وکړه؛ او که ومړ، جنازې ته یې لاړ شه

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مسلمان پر مسلمان شپږ حقونه لري» وویل شو: هغه کوم دي ای د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «کله چې ورسره مخ شې، سلام پرې واچوه؛ که یې چې بلنه درکړه، قبوله یې کړه؛ کله یې چې له تا نصیحت وغوښت، نصیحت ورته وکړه؛ که پرنجی یې وکړ او الحمد لله یې وویل نو "یَرْحَمُکَ الله" ورته ووایه؛ که ناروغ شو، پوښتنه یې وکړه؛ او که ومړ، جنازې ته یې لاړ شه».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

پیغمبر ﷺ څرګنده کړه چې یو مسلمان پر خپل مسلمان ورور د شپږ خویونو حق لري: لومړی: کله چې ورسره مخ شي نو د : السلام علیکم په وېیلو سره دې پرې سلام واچوي، او هغه به ورته په: وعلیکم السلام ځواب وایي». دويم: د هغه بلنه منل، که یې ولیمې یا کوم بل څه ته راوبلي. درېیم: که د نصیحت غوښتنه یې وکړه، نو صادقانه نصیحت ورته وکړه، مکر او دوکه ورسره مه کوه. څلورم: کله یې چې پرنجی وکړ او الحمد لله یې وویل: نو په: یرحمک الله سره ځواب ورکړه چې هغه درته: (یهدیکم الله ویصلح بالکم) ووایي. پنځم: دا چې د ناروغتیا پر مهال یې پوښتنه وکړي. شپږم: کله چې مړ شي، نو جنازه پرې کوي او تر خښېدو پورې ورسره ملتیا کوي.

فوائد الحديث

شوکاني ویلي: د (حق المسلم) له قول څخه مراد دا دی چې باید پرېنښودل شي او ادا کول یې یا خو واجب دي، یا داسې مؤکد مستحب (مندوب) چې د واجب سره ورته والی لري، یعني دا چې پرېښودل یې په کار نه دي.

د سلام ځواب ورکول فرض عین دی، کله چې سلام یو کس ته شوی وي (یعنې مخاطب یو فرد وي)، خو که سلام ډلې ته شوی وي، نو د هغوی له لوري د یو کس ځواب بسنه کوي، خو په سلام شروع کولو کې اصل دا دی چې سنت دی.

د ناروغ پوښتنه د هغه پر خپلو مسلمانو ورونو له حقونو څخه یو حق دی، ځکه دا کار د هغه زړه ته خوشحالي او ارامي وربښي، او دا کار کفایي فرض دی.

د بلنې قبلول واجب دي، خو چې ګناه پکې نه وي؛ که چېرته بلنه د واده ولیمې ته وه، نو جمهور علما پدې اند دي چې قبلول یې واجب دي مګر دا چې شرعي عذر ولري، او که چېرته د واده ولېمې ته نه وه، نو جمهور علما پدې اند دي چې منل یې مستحب دي.

پرنجي کوونکي ته پر هغه چا یرحمک الله ویل واجب دي چې د هغه لخوا یې الحمد لله ویل اوریدلي وي.

شریعت ټینګار کوي چې د ټولنې د افرادو تر منځه ایماني او د محبت پر اساس ولاړې اړیکي غښتلې وساتل شي.

(فَسَمِّتْهُ) او په ځینو نسخو کې: "فشمِّته" په سین او شین دواړو سره راغلي دي، چې مطلب یې د خیر او برکت دعا ده، او د تشميت په اړه ویل شوي چې معنا یې ده: "الله دې د دښمن له خوښۍ وساته او د داسې شي نه دې وساته چې ستا دښمن پرې خوشحالیږي".

او د تسمیت معنا ده: "الله تعالی دې سیده لورې ته هدایت کړه."

التصنيفات

د دوستۍ او بیزارۍ اړوند حکمونه, د پرنجي او خوله وازي ادبونه