په هر چا چې د خپل (مسلمان) ورور کوم حق وي، که د عزت پایمالېدو یا بل څه په برخه کې وي نو همدا نن دې ترې ځان خلاص کړي، مخکې لدې چې دینار او درهم به نه وي

په هر چا چې د خپل (مسلمان) ورور کوم حق وي، که د عزت پایمالېدو یا بل څه په برخه کې وي نو همدا نن دې ترې ځان خلاص کړي، مخکې لدې چې دینار او درهم به نه وي

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله ﷺ فرمایلي: «په هر چا چې د خپل (مسلمان) ورور کوم حق وي، که د عزت پایمالېدو یا بل څه په برخه کې وي نو همدا نن دې ترې ځان خلاص کړي، مخکې لدې چې دینار او درهم به نه وي، ځکه (په قیامت کې کې به بیا) که ښه نېک عمل ولري، نو د حق په اندازه به یې ترې واخېستل شي او که نيکۍ ونه لري، د هغه بد عملونه پر ده ور اچول کېږي».

[صحيح دی] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

نبيﷺ هر هغه کس ته امر کړی چې د خپل مسلمان ورور عزت پایمالېدو، مال یا یې وینې تویېدو په برخه کې یې ورسره ظلم کړی وي چې په دنیا کې ورته بخښنه وکړي، مخکې لدې چې قیامت راشي، چېرته چې بیا د سرو زرو دینار یا د سپینو زرو درهم د ځان خلاصولو لپاره ګټه نه کوي؛ ځکه چې هلته قصاص د نېکیو او بدیو پر بنیاد ده: مظلوم د ظالم له نېکیو څخه د خپل حق په اندازه اخلي، او که ظالم نیکۍ ونه لري، نو د مظلوم ګناهونه دظلم په اندازه پر ظالم ور اچول کېږي.

فوائد الحديث

له ظلم او تېري څخه ځان ساتلو ته هڅونه.

د نورو له حقونو څخه غاړې خلاصولو کې مخکښ والي ته هڅوونه.

خلکو ته ظلم او زيان رسول د نیکو اعمالو ثمرې خرابوي او له منځه یې وړي.

د خلکو حقونه الله نه بخښي، مګر دا چې اصلي خاوندانو ته یې واپس شي.

دینار او درهم په دنیا کې د ګټو د ترلاسه کولو وسیله ده، خو د قیامت په ورځ د حساب معیار نیکۍ او ګناهونه دي.

ځیني علماوو ویلي چې د ابرو او عزت په اړه: که مظلوم خبر نه وي، نو اړتیا نشته چې خبر شي، لکه که په يو مجلس کې يې ورپسې کنځلې کړې وي او وروسته يې توبه ويستلي وي؛ په دې صورت کې بسنه کوي چې د هغه لپاره، بخښنه او دعا وغواړي او په هغو مجلسونو کې یې بيرته په خیر یاد کړي چېرې چې یې هغه ته کنځلې کړې وې، نو پدې سره به یې غاړه خلاصه شي.

التصنيفات

بل ژوند (د آخرت ژوند)