إعدادات العرض
لَا يَنْظُرُ اللهُ إِلَى رَجُلٍ أَتَى رَجُلًا أَوِ امْرَأَةً فِي دُبُرٍ».…
لَا يَنْظُرُ اللهُ إِلَى رَجُلٍ أَتَى رَجُلًا أَوِ امْرَأَةً فِي دُبُرٍ». "الله جل جلاله هغه سړي ته د مهربانۍ په نظر نه ګوري چې سړي او یا ښځې سره د شا لخوا په (دبر) کې نیږدېوالی وکړي
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَا يَنْظُرُ اللهُ إِلَى رَجُلٍ أَتَى رَجُلًا أَوِ امْرَأَةً فِي دُبُرٍ». "الله جل جلاله هغه سړي ته د مهربانۍ په نظر نه ګوري چې سړي او یا ښځې سره د شا لخوا په (دبر) کې نیږدېوالی وکړي".
الترجمة
العربية Bosanski English فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو हिन्दी 中文 Kurdî Português Nederlands অসমীয়া Tiếng Việt ગુજરાતી Kiswahili አማርኛ සිංහල Hausa ไทย Tagalog മലയാളം Wolof नेपालीالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه چا په اړه چې سړي او یا ښځې ته د شا لخوا ورتګ کوي سخت ګواښ بیان کړی، او فرمایلي یې دي چې دا د لویو ګناهونو څخه یوه ګناه ده.فوائد الحديث
د سړي لخوا سړي ته ورتګ - لواطت - له کبیره ګناهونو څخه ده.
ښځې ته د شا لخوا ورتګ له کبیره ګناهونو څخه ده.
(لا ينظر الله) یعنې الله تعالی د رحمت او شفقت په نظر نه ګوري، لدې لېدلو څخه عام لیدل مراد نه دي؛ ځکه چې د الله پاک څخه هېڅ شی پټ نه دی، او نه یې د لید څخه کوم شی ورکېږي.
دا کړنې د بشریت لپاره له سترو او خطرناکو اعمالو څخه دي. ځکه چې په دې کې له انساني سالم فطرت څخه سرغړونه، د نسل کمېدل، د ازدواجي ژوندون فاسدېدل، د دښمنۍ او کرکې پېدا کېدل او په ناپاکو ځایونو کې لوېدل دي.
التصنيفات
د تعزیر حکمونه