إعدادات العرض
کله چې یو مسلمان د وصیت کولو لپاره څه ولري، نو ورته روا نه دي چې درې شپې پرې تېرې شي پرته لدې چې هغه یې لیکلی وي
کله چې یو مسلمان د وصیت کولو لپاره څه ولري، نو ورته روا نه دي چې درې شپې پرې تېرې شي پرته لدې چې هغه یې لیکلی وي
له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې ویل یې: کله چې یو مسلمان د وصیت کولو لپاره څه ولري، نو ورته روا نه دي چې درې شپې پرې تېرې شي پرته لدې چې هغه یې لیکلی وي" عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وویل: "له هغه وخته چې ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا خبره اوریدلې، پر ما یوه شپه هم داسې نه ده تېره شوې چې وصیت مې راسره نه وي".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी සිංහල ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî Tiếng Việt Nederlands Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી Magyar ქართული Română ไทย मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ Македонски తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هېڅ مسلمان ته نه ښایي چې درې شپې پرې تېرې شي او په حقوقو او یا پېسو کې د وصیت کولو حق ولري، که څه هم لږې وي، مګر دا چې وصیت یې باید ورسره لیکلی وي. عبد الله بن عمر رضي الله عنهما ویلي: له کله نه مې چې دا وینا له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي نو پر ما یوه شپه هم داسې نه ده تېره شوې مګر دا چې وصیت مې راسره وي.فوائد الحديث
د وصیت مشروعیت او لیکلو ته یې باید انسان تل مخکښه وي او د شریعت د حکم سره سم یې باید تشریح کړي، تر څو مرګ ته چمتووالی ولري او د وصیت او د وصیت د لګښتونو په اړه باید بصیرت ولري، مخکې له دې چې پر یو بل څه ترې بوخت شي.
د وصیت: معنا هغه ژمنه ده، چې یو څوک د خپل مرګ نه وروسته یو چا ته د خپل مال د مدیریت دنده سپاري، یا ورته د خپلو کوچنیو ماشومانو د پاملرنې دنده ورسپاري او یا د خپل مرګ نه وروسته د خپل ملکیت کوم کاروبار چا ته سپاري.
وصیت په درې ډوله دی: ۱- مستحب، دا وصیت پدې اړه دی چې د خېر او ښېګڼې په لار کې یې له مال څخه یو څه ولګول شي؛ تر یې له مرګ څخه وروسته ورته ثواب ورسیږي. ۲- واجب، دا هغو حقونو په اړه وصیت دی چې پر ده دي، برابره خبره ده چې که هغه د الله حقونه وي لکه چې: زکات یې نه وي ویستلی، یا یې كفَّارة یا داسې بل څه ادا کړي نه وي چې شرعا پرې مکلف وي، او یا د بندګانو حقونه وي لکه: پور او د امانتونو سپارل. ۳- او حرام وصیت، که چېرته یې په خپل مال کې دریمې برخې په زیات مال وصیت کړی وي، یا دا چې وارث ته یې وصیت کړی وي.
د ابن عمر رضی الله عنهما فضیلت، او د خېر کړنو ته یې سبقت، او د حکیم شریعت پيروي.
ابن دقیق العید ویلي: د دوو یا دریو شپو اجازه د سختۍ او مشقت د مخنیوي لپاره ده.
مهم شیان باید په لیکلي بڼه مستند شي؛ ځکه چې دا کار د حقوقو د ساتنې لپاره زیات خوندي دی.
التصنيفات
وصیت