إعدادات العرض
خپل لاس دې د بدن پر دردمن ځای کېږده او درې ځلې بسم الله او اووه ځلې دا دعا ووایه: «أَعُوذُ بِاللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ».زه پر الله او د هغه…
خپل لاس دې د بدن پر دردمن ځای کېږده او درې ځلې بسم الله او اووه ځلې دا دعا ووایه: «أَعُوذُ بِاللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ».زه پر الله او د هغه په قدرت د هغه څه له شر څخه پناه نیسم چې زه یې مومم او ترې وېرېږم
له عثمان بن ابی العاص الثقفي رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له هغه درد څخه شکایت وکړ چې په ځان کې یې له هغې ورځې څخه درلوده چې اسلام یې راوړی و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: "خپل لاس دې د بدن پر دردمن ځای کېږده او درې ځلې بسم الله او اووه ځلې دا دعا ووایه: «أَعُوذُ بِاللهِ وَقُدْرَتِهِ مِنْ شَرِّ مَا أَجِدُ وَأُحَاذِرُ».زه پر الله او د هغه په قدرت د هغه څه له شر څخه پناه نیسم چې زه یې مومم او ترې وېرېږم».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල Kurdî Português Nederlands অসমীয়া Kiswahili ગુજરાતી አማርኛ ไทย Hausa Română മലയാളം Deutsch नेपाली Oromooالشرح
عثمان بن أبی العاص رضي الله عنه ته داسې یو درد ورسیده چې نږدې وه له منځه یې یوسي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې پوښتنې ته ورغی او داسې دعا یې وروښوده چې الله تعالی به ترې ناروغي پورته کړي؛ هغه دا چې په دردمن ځای لاس کېږدي او درې ځلې (بسم الله) ووایي او بیا اووه ځلې ووایې چې (أعوذُ ) یعنې پناه نیسم، ځان پیاوړی او کلابند کوم (بالله و قدرته من شرما أجد) په الله او د هغه پر قدرت باندې د هغه څه له شر نه چې زه یې مومم) یعنې هغه درد چې اوس مهال یې مومم (و أحاذر) او په راتلونکي کې ترې وېره لرم لکه خفګان او وېره، او یا دا چې دا ناروغتیا دوامداره شي او درد یې په ټول بدن کې خپور شي.فوائد الحديث
ځان دمول مستحب دي لکه څنګه چې په حدیث کې راغلي دي.
شکایت یا فریاد کول - پرته له دې چې بې صبري او اعتراض پکې نه وي - نو د توکل او صبر خلاف عمل نه دی.
دعا د اسبابو کارولو له جملې څخه ده، لدې امله په کار ده چې الفاظو او شمېر ته یې پاملرنه وشي.
دا دعا د هر دردمن غړي لپاره ده.
پدې دعا د دمولو پر مهال پر دردمن غړي لاس اېښودل کېږي.
التصنيفات
شرعي دم او دعا