إعدادات العرض
داسې مهال دې اسلام راوړی چې مخکې دې ترې ښه کارونه کړي دي
داسې مهال دې اسلام راوړی چې مخکې دې ترې ښه کارونه کړي دي
له حکیم بن حزام رضی الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ أَشْيَاءَ كُنْتُ أَتَحَنَّثُ بِهَا فِي الجَاهِلِيَّةِ مِنْ صَدَقَةٍ أَوْ عَتَاقَةٍ، وَصِلَةِ رَحِمٍ، فَهَلْ فِيهَا مِنْ أَجْرٍ؟ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ مِنْ خَيْرٍ». ما وویل: اې د الله رسوله، ماته د هغو کارونو په اړه خبر راکړه چې ما به پرې جاهلیت کې عبادت کاوه لکه: صدقه، د مریانو ازادول او صله رحمي، نو آیا په هغې څه اجر شته؟ نو نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: داسې مهال دې اسلام راوړی چې مخکې دې ترې ښه کارونه کړي دي».
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá Nederlands اردو Español Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Türkçe Bosanski සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa മലയാളം తెలుగు Kiswahili ไทย অসমীয়া Shqip دری Ελληνικά Български Fulfulde Italiano ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių Malagasy or Română Kinyarwanda Српски тоҷикӣ O‘zbek नेपाली Moore Kurdî Oromoo Wolof Soomaali Français Tagalog Azərbaycan Українська bm தமிழ் Deutsch ქართული Português Македонски Magyar فارسی Русский 中文الشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې که کافر مسلمان شي نو هغه ته به د هغو نیکو عملونو ثواب ورکول کیږي چې د جاهلیت په زمانه کې یې له اسلام څخه وړاندې کړي دي، لکه صدقه ورکول، د غلامانو ازادول او صله رحمي.فوائد الحديث
که چېرته یو څوک د کفر په حالت کې مړ شي نو هغه ته د هغو نېکو عملونو ثواب نه ورکول کیږي چې په دنیا کې یې کړي دي.
التصنيفات
اسلام