إعدادات العرض
قیامت به تر هغه پورې رانشي تر څو تاسو له یهودو سره جنګ وکړئ، تر دې چې هغه تېږه اواز وکړي چې یهودي یې تر شا پټ شوی دی - او ووایي - اې مسلمانه زما شاته یو یهودی دی، نو هغه…
قیامت به تر هغه پورې رانشي تر څو تاسو له یهودو سره جنګ وکړئ، تر دې چې هغه تېږه اواز وکړي چې یهودي یې تر شا پټ شوی دی - او ووایي - اې مسلمانه زما شاته یو یهودی دی، نو هغه ووژنه
ابو هریرة - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: «قیامت به تر هغه پورې رانشي تر څو تاسو له یهودو سره جنګ وکړئ، تر دې چې هغه تېږه اواز وکړي چې یهودي یې تر شا پټ شوی دی - او ووایي - اې مسلمانه زما شاته یو یهودی دی، نو هغه ووژنه».
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية English မြန်မာ Svenska Čeština ગુજરાતી Yorùbá Nederlands اردو Español Bahasa Indonesia ئۇيغۇرچە বাংলা Bosanski සිංහල हिन्दी Tiếng Việt Hausa മലയാളം తెలుగు Kiswahili অসমীয়া Shqip دری Ελληνικά Български Fulfulde ಕನ್ನಡ Кыргызча Lietuvių or Română Kinyarwanda Српски тоҷикӣ O‘zbek नेपाली Moore Kurdî Wolof Soomaali Français Azərbaycan Tagalog Українська Bambara தமிழ் Deutsch ქართული Português Македонски Magyar فارسی Русский 中文 ភាសាខ្មែរ Malagasy Oromoo ไทย मराठी ਪੰਜਾਬੀ Türkçe Lingala Italiano አማርኛ daالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې: قیامت به تر هغه وخته پورې نه راځي تر څو مسلمانان او یهود یو له بل سره ونه جنګيږي. تر دې چې کله یهودي وتښتي تر څو د تېږي شاته له مسلمانانو څخه پټ شي؛ نو الله تعالی به تیږه ګویا کړي او مسلمان ته به غږ وکړي چې شاته یې یهودي دی، تر دې چې ورشي او ویې وژني.فوائد الحديث
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د ځینو غیبو او راتلونکي په اړه پوهه، د هغه څه له مخې چې الله تعالی یې په اړه خبر ورکړی وي، او دا چې خامخا به تر سره کیږي.
په آخره زمانه کې د مسلمانانو او یهودیانو تر منځ نخښته، او دا د قیامت له نښانو څخه ده.
تر قيامته پورې د اسلام د دين بقا او پر ټولو دينونو یې برلاسيتوب.
د الله تعالی په مرسته مسلمانانو ته پر دښمن بریا ورکول؛ چې له جملې څخه یې په وروستۍ زمانه کې د ډبرې خبرې کول دي.
التصنيفات
برزخي ژوند