اووه کسان دي چې الله تعالی به هغوی د خپل سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د الله له سیوري پرته بل هېڅ سیوری نه وي

اووه کسان دي چې الله تعالی به هغوی د خپل سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د الله له سیوري پرته بل هېڅ سیوری نه وي

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "اووه کسان دي چې الله تعالی به هغوی د خپل سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د الله له سیوري پرته بل هېڅ سیوری نه وي: عادل پاچا، هغه ځوان چې د الله په عبادت کې رالوی شوی وي، هغه سړی چې زړه یې له جوماتونو سره تړلی وي، هغه دوه کسان چې د الله لپاره یو بل سره مینه لري، په همدې سره یو ځای شوي وي او په همدې سره جلا شوي وي، او هغه سړی چې یوې د منصب او ښکلا خاوندې ښځې (بدکارۍ) ته بلنه ورکړې وي خو هغه ویلي وي: زه له الله نه وېرېږم، او هغه سړی چې په پټه صدقه ورکړي، تر دې چې چپ لاس یې نه پوهېږي ښي لاس یې څه ورکړي دي، او هغه سړی چې کله الله یاد کړي، نو سترګې یې له اوښکو ډکې شي".

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله ﷺ اووه ډوله مؤمنانو ته زېری ورکړی، چې الله تعالی به هغوی د خپل عرش تر سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د هغه له سیوري پرته به بل سیوری نه وي: لومړی: هغه واکمن چې په خپل نفس کې عادل وي او فاسق نه وي، د خپل رعیت په منځ کې انصاف کوي او ظلم نه کوي؛ دا هغه څوک دی چې د مسلمانانو لویه واکمني لري او هر هغه څوک چې د مسلمانانو له چارو څخه څه په واک کې لري او انصاف پکې کوي، هم دې درجې ته ور شاملېږي. دویم: هغه ځوان چې د الله په عبادت کې رالوی شوی وي او خپله ځواني او قوت یې پکې مصرف کړی وي، تر دې چې په همدې حالت کې وفات شوی وي. درېیم: هغه سړی دی چې زړه یې له جومات سره تړلی وي، کله چې ترې ووځي، تر هغه پورې چې بېرته ورته راوګرځي، د جومات سره د سخت محبت، ډېر تګ راتګ او دوامداره زړه‌نیوي له امله، که څه هم بدن یې له جوماته بهر وي. څلورم: دوه هغه کسان چې هر یو د بل سره د الله لپاره رښتینې مینه ولري، او د دیني محبت پر بنسټ دوام ورکړی، او دا مینه د دنیاوي خنډ له امله پرې نه کړي، که سره یو ځای شوي وي یا نه، تر هغه چې مرګ یې جدا کړي. پنځم: هغه سړی چې یوې د نسب، شرف، مقام، مال او ښکلا خاوندې ښځې ځان ته د بدکارۍ لپاره بلنه ورکړې وي، خو هغه ترې انکار کړی وي او ورته یې ویلي وي چې: زه له الله نه وېرېږم. شپږم: هغه سړی چې لږه یا ډېره صدقه یې ورکړې وي، او ریا یې پکې نه وي کړې، بلکې پټه کړې یې وي، تر دې چې چپ لاس یې نه پوهېږي چې ښي لاس یې څه ورکړي دي. اووم: هغه سړی چې الله راپه زړه کړي، یا په ژبې سره یاد کړي، په داسې ځای کې چې له خلکو لرې وي، نو د الله له وېرې او د هغه له تعظیمه یې سترګې راډکې شي.

فوائد الحديث

د یاد شوو اوو ډوله خلکو فضیلت، او دې ته هڅوونه چې باید پیروي یې وشي.

ابن حجر د "في ظله" په اړه ویلي: ویل کیږي چې مراد ترې د الله تعالی د عرش سیوری دی، چې پدې خبره د سلمان حدیث چې دلالت کوي چې له سعيد بن منصور څخه په حسن اسناد روایت شوی دی "سبعة يظلهم الله في ظل عرشه". یعنې اووه نفر دي چې الله تعالی به یې د خپل عرش په سیوري کې ځای ورکړي.

ابن حجر ویلي: تر ټولو ښه تفسیر د (عادل) لپاره دا دی چې هغه چاته ویل کیږي چې د الله تعالی اوامر تعقیبوي او هر شی په خپل ځای کې ږدي، نه افراط کوي او نه تفریط، او له دې امله یې مخکې راوړی چې نفع یې عامه ده.

د یو لمانځه پسې بل لمانځه ته د انتظار فضیلت.

نووي ویلي: پدې کې د الله لپاره محبت کولو ته هڅوونه او د دې کار ستر فضیلت بیان شوی دی.

منصب او ښکلا لدې امله په ځانګړې توګه بیان شوي چې ډېر خلک ورته لېوالتیا لري او د لاسته راوړلو لپاره یې هڅه کوي، او ترلاسه کول یې سخت دي.

په صدقه کې غوره دا ده چې پټه او له ریا څخه لرې وي، که څه هم صدقه او زکات په ښکاره ورکول هم مشروع دي، پدې شرط چې له ریا څخه پاک وي، او موخه یې د نورو هڅوونه وي چې صدقه وکړي، او نور پرې اقتدا وکړي، او داسلام شعائر ښکاره شي

دې اوو کسانو دا نعمتونه الله تعالی ته د اخلاص او د خپل نفس سره د مخالفت له امله تر لاسه کړي دي.

دا قول: "سبعة يظلهم الله": یعنې اووه کسان دي چې الله به یې تر سیوري لاندې کړي" دلته مراد همدا اوو کسان محدودول نه دي، بلکې له دې پرته نور کسان هم شته چې الله به یې د خپل عرش تر سیوري لاندې کړي.

ابن حجر ویلي: په دې حدیث کې د سړیو یادونه کوم مفهوم نه لري، بلکې ښځې هم له سړیو سره په یادو اعمالو کې شریکې دي، پرته له دې چې له عادل امام څخه مراد لوی امامت وي، که نه نو ښځه هم داخلېدای شي، کله چې د اولادونو خاوندې وي او په هغوی کې عدالت کوي، او د جومات ملازمې ځانګړنه له ښځې خارجېږي، ځکه د ښځې لمونځ په کور کې له جوماته غوره دی، او له دې پرته نورې ځانګړنې ښځو ته هم شاملي دي، حتی هغه سړی چې ښځې دعوت ورکړی، دا هم تصورېدای شي په ښځه کې، چې یو ښکلي پاچا بلنه ورکړې وي، خو هغې د الله تعالی له وېرې انکار کړی وي.

التصنيفات

د الله تعالی د یادولو ګټې, د نفسونو پاکوالی, د جوماتونو آداب