إعدادات العرض
ستا ژبه دې تل د الله په ذکر لمده وي
ستا ژبه دې تل د الله په ذکر لمده وي
د عبدالله بن بسر رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې: یو سړی نبي صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: "ای د الله رسوله! د اسلام احکام زموږ لپاره ډېر زیات شوي دي، نو داسې یوه (اساسي) چاره را ته وښیه چې موږ پرې ټینګ ودرېږو او هر څه رانغاړي؟" هغه وویل: «ستا ژبه دې تل د الله په ذکر لمده وي». او د معاذ بن جبل رضي الله عنه له حدیث څخه په یو بل روایت کې راځي چې: "وروستی هغه څه چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د جلا کېدو پرمهال (لیدلي و دا و چې) ما وویل: کوم یو عمل تر ټولو غوره او الله ته تر ټولو نږدې دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا چې ته مړ شې، او ستا ژبه د الله جل جلاله په ذکر لمده وي».
الترجمة
العربية Español አማርኛ English اردو Indonesia বাংলা Français Türkçe Русский Bosanski සිංහල हिन्दी 中文 فارسی Tiếng Việt Tagalog Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் ไทย Deutsch অসমীয়া Shqip Nederlands ગુજરાતી Кыргызча नेपाली Lietuvių دری Српски тоҷикӣ Kinyarwanda Magyar Čeština Moore Malagasy Oromoo ಕನ್ನಡ Wolof Azərbaycan O‘zbek Українська ქართული Македонски ភាសាខ្មែរ ਪੰਜਾਬੀ मराठी Kirundi Kurmancî Bahasa Melayuالشرح
یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړ چې نفلي عبادتونه پرې زیات شوي دي تر دې چې د کمزورۍ له امله یې نه شي ادا کولای، بیا یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې داسې یو ساده عمل ته یې لارښوونه وکړي چې اجر یې ډېر وي، نو دی به پرې په دوامداره توګه ټینګار وکړي. نو هغه ته رسول الله - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه وکړه چې په هر وخت او حالاتو کې د الله تعالی په یادولو سره خپله ژبه تازه او خوځنده وساتي لکه: تسبیح (سبحان الله) ویل، تحمید (الحمد لله) ویل، استغفار (استغفر الله) ویل او داسې نور.فوائد الحديث
په دوامداره توګه د الله تعالی د ذکر فضیلت.
د ثواب ګټلو د وسیلو اسانتیا د الله جل جلاله یوه لویه لورینه ده.
د خېر او نیکۍ په کارونو کې له برخمنېدو څخه د بندګانو توپیر او یو پر بل غوره والی.
د زړه په هماهنګۍ سره په ژبه د الله تعالی ډېر یادول؛ په سبحان الله، الحمد لله، لا اله الا الله، الله اکبر او داسې نورو الفاظو سره د ډېرو نفلی عملونو ځای نیسي.
هغه صلی الله علیه وسلم د پوښتونکو حالاتو ته په لیدو هر یو ته داسې ځواب ورکاوه چې د هغه له حالت سره به برابر و.
