?صَلِّ قَائِمًا، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ».…

?صَلِّ قَائِمًا، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ». "په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولای نو په ناسته یې وکړه، او که دې نشو کولای نو په څنګ یې وکړه

له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما بواسیر درلودل، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د لمانځه په اړه پوښتنه وکړه، نو ویې وییل: «صَلِّ قَائِمًا، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ». "په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولای نو په ناسته یې وکړه، او که دې نشو کولای نو په څنګ یې وکړه".

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې په لمانځه کې اصل ودرېدل دي، مګر دا چې ودرېدلی نشي نو بیا به په ناسته لمونځ کوي، او که په ناسته یې نشو کولای نو کولی شي چې په څنګ لمونځ وکړي.

فوائد الحديث

تر څو چې عقل پر ځای وي لمونځ نه ساقطیږي، نو د وسې سره سم به له یو حالت څخه بل ته انتقالیږي.

د اسلام لحاظ او اسانتیا چې بنده د خپلې وسې مطابق عبادت کوي.

التصنيفات

د عذر لرونکو لمونځ