إعدادات العرض
رسول الله صلى الله عليه وسلم يو سړى وليد چې د صف تر شا يې يوازي لمونځ كاوه، نو هغه ته يې د لمانځه د راګرځولو امر وكړ
رسول الله صلى الله عليه وسلم يو سړى وليد چې د صف تر شا يې يوازي لمونځ كاوه، نو هغه ته يې د لمانځه د راګرځولو امر وكړ
له وابصة رضي الله عنه څخه روایت دی چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم يو سړى وليد چې د صف تر شا يې يوازي لمونځ كاوه، نو هغه ته يې د لمانځه د راګرځولو امر وكړ.
[حسن]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Türkçe اردو हिन्दी Tagalog 中文 Kurdî Português Русский Nederlands অসমীয়া ગુજરાતી Tiếng Việt Kiswahili አማርኛ සිංහල Hausa ไทย മലയാളം नेपालीالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولید چې د صف تر شا یې یوازې لمونځ کاوه، نو هغه ته یې امر وکړ چې خپل لمونځ بېرته راوګرځوي، ځکه چې په دې صورت کې د هغه لمونځ صحيح نه و.فوائد الحديث
د جماعت لمانځه ته پر وختي راتللو ټینګار او مخکې درېدل، او دا چې باید د صف تر شا ځانته لمونځ ونه کړي، تر څو یې لمونځ باطل نه شي.
ابن حجر رحمه الله ویلي: څوک چي په صف کې يوازي لمونځ پيل کړي او بيا له رکوع نه د راپورته کېدلو نه مخکي صف ته ننوځي، پر هغه د لمانځه راګرځول واجب نه دي، لکه څنګه چې د ابوبکره په حديث کي راغلي دي، که نه نو د وابصه د حدیث د عموم له مخې پرې راګرځول واجب دي.
التصنيفات
د امام او مقتدي احکام