إعدادات العرض
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حاجت رفع کولو ته ننوتلو نو وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَبَائِثِ». «اې الله! زه پر تا له…
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حاجت رفع کولو ته ننوتلو نو وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَبَائِثِ». «اې الله! زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو څخه پناه نیسم
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم حاجت رفع کولو ته ننوتلو نو وېیل به یې: «اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ وَالخَبَائِثِ». «اې الله! زه پر تا له نارینه او ښځینه شیطانانو څخه پناه نیسم».
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî Kiswahili සිංහල Svenska Čeština ગુજરાતી አማርኛ Yorùbá ไทย অসমীয়া دری Кыргызча or नेपाली Malagasy Kinyarwanda తెలుగు Lietuvių Oromoo Română മലയാളം Nederlands Soomaali Српски Українська Deutsch ಕನ್ನಡ Wolof Moore Shqip ქართული Azərbaycan Magyarالشرح
کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل هغه ځای ته ننوځي چې حاجت به یې پکې رفع کاوه، یعنې تشې یا ډکې متیازې به یې کولې، نو په الله تعالی به یې پناه غوښتله تر څو یې د نرانو او ښځینه شیطانانو له شر څخه وساتي. او د: (الخبث والخبائث) تفسیر په شر او پلیتیو هم شوی دی.فوائد الحديث
تشناب یا د حاجت رفع کولو ځای ته د ننوتلو پر مهال دا دعا وېیل مستحب والی.
ټول مخلوقات خپل رب ته محتاج دي تر څو یې له هغه څه نه وساتي چې زیان ورته رسوي او یا ورته په هر حالت کې زیان رسوي.
التصنيفات
د حاجت رفع کولو اداب