مَا يَزَالُ البَلاَءُ بِالمُؤْمِنِ وَالمُؤْمِنَةِ فِي نَفْسِهِ وَوَلَدِهِ وَمَالِهِ حَتَّى يَلْقَى اللَّهَ وَمَا عَلَيْهِ خَطِيئَةٌ».…

مَا يَزَالُ البَلاَءُ بِالمُؤْمِنِ وَالمُؤْمِنَةِ فِي نَفْسِهِ وَوَلَدِهِ وَمَالِهِ حَتَّى يَلْقَى اللَّهَ وَمَا عَلَيْهِ خَطِيئَةٌ». " نارینه مومن او ښځینه مومنه تر هغه پورې په خپل نفس، اولاد او مال کې امتحانیږي، تر څو چې له الله سره مخ شي او هېڅ ګناه پرې نه وي

له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَا يَزَالُ البَلاَءُ بِالمُؤْمِنِ وَالمُؤْمِنَةِ فِي نَفْسِهِ وَوَلَدِهِ وَمَالِهِ حَتَّى يَلْقَى اللَّهَ وَمَا عَلَيْهِ خَطِيئَةٌ». " نارینه مومن او ښځینه مومنه تر هغه پورې په خپل نفس، اولاد او مال کې امتحانیږي، تر څو چې له الله سره مخ شي او هېڅ ګناه پرې نه وي".

[حديث حسن او صحيح دی] [ترمذی روایت کړی دی - احمد روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې: د مؤمن سړي او مؤمنې ښځې - په روغتیا، بدن، اولاد، ناروغۍ، مرګ، د اولاد نافرمانۍ او نورو حالاتو کې - مصیبت او امتحان هېڅکله نه جلاکېږي، او د هغه په مال کې غریبي او د تجارت له منځه تلل، مال یې غلا کېدل، معیشت په ټپه درېدل د رزق تنګوالی او داسې نور، تر دې چې په دې مصیبتونو سره الله تعالی د هغه ټول ګناهونه او تېروتنې وبخښي او کله چې د الله سره مخ کیږي، نو دی به له ټولو هغو ګناهونو پاک شوی وي چې پخوا یې کړي وو.

فوائد الحديث

په مؤمنو بندګانو د الله تعالی مهرباني چې د دنیوي مصیبتونو او آفتونو له امله ورته ګناهونه بخښي.

مصیبت په خپله د ګناهونو لپاره کفاره ده پدې شرط چې ایمان ورسره وي، نو کله چې بنده صبر وکړي او فریاد ونه کړي هغه ته اجر ورکول کیږي.

په ټولو چارو کې صبر ته هڅوونه؛ په هغه څه کې چې خوښوي او یا یې نه خوښوي، تر هغه به صبر کوي چې هغه څه ترسره کړي چې الله پرې واجب کړي، او تر هغه وخته به صبر کوي چې له هغه څه ډډه وکړي چې الله پرې حرام کړي، د الله تعالی د ثواب په هیله او د هغه د عذاب له ویرې.

د هغه دا وینا "په مؤمن نارینه او مؤمنې ښځې" په دې کې د ښځې لپاره د "مومنة" کلمې اضافه کول په ښځو باندې د ډېر ټینګار دلیل دی؛ ځکه که یې ویلي وای چې: «په مؤمن» نو ښځه پکې هم شاملېده، ځکه چې دا کلمه د نارینه وو لپاره ځانګړې نه ده، نو کله چې په ښځه کوم مصیبت راشي، هغه هم د ګناهونو او تېروتنو د بخښنې په ژمنه کې راځي.

هغه څه چې د بنده درد یو د بل پسې وخت په وخت آسانه کوي، هغه فضیلت دی چې په آفتونو مرتبیږي.

التصنيفات

پر قضاء او تقدير ايمان, د نفسونو پاکوالی