إعدادات العرض
موږ د جنازې پسې له تګ څخه منع شوي یو، خو زیات ټینګار راباندې ندی شوی
موږ د جنازې پسې له تګ څخه منع شوي یو، خو زیات ټینګار راباندې ندی شوی
له أم عطیة رضی الله عنها څخه روایت دی وایي چې: موږ د جنازې پسې له تګ څخه منع شوي یو، خو زیات ټینګار راباندې ندی شوی.
[صحيح دی] [متفق علیه دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî Tiếng Việt Magyar ქართული Kiswahili සිංහල Română অসমীয়া ไทย मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ ગુજરાતી Македонски Nederlands ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగుالشرح
أم عطیة الأنصاریة رضي الله عنها وایي چې نبي صلی الله علیه وسلم ښځې د جنازې پسې له تلو څخه منع کړي دي؛ ځکه ویره شته چې دوی په فتنه کې واقع شي او یا د دوی له امله نور په فتنه کې واقع شي، او دا چې دوی کم صبره دي، بیا هغې رضي الله عنها وویل چې نبي صلی الله علیه وسلم پدې اړه دومره ټینګار ندی کړی لکه څومره به یې چې په نورو منهیاتو کې کاوه.فوائد الحديث
ښځې یې د جنازې پسې له تګ څخه منع کړي دي، او دا خبره عامه ده، یعنې هغه ځای ته چې چمتو کیږي او لمونځ پرې ادا کیږي او مقبرې ته؛ چېرته چې ښخېږي.
لامل یې دا دی چې ښځې دا ډول خفه کوونکي او اغېزناکه صحنې نشې زغملی؛ ځکه چې دوی ممکن نارضایتي او کړاو وښيي چې دا کار د واجب صبر سره په ټکر کې دی.
په ممانعت کې اصل تحریم دی، خو ام عطیة رضي الله عنها له دې سیاق څخه پوه شوه چې د جنازو پسې د ښځو تلل قطعي او تایید شوی ممانعت نه و، خو له بله پلوه داسې احادیث شتون لري چې د دې حدیث په پرتله د جنازو پسې د تللو په اړه یې ډیر سختوالی بیان کړی دی.
