له جنابت څخه د غسل طریقه

له جنابت څخه د غسل طریقه

له أم المؤمنین مېمونې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې د غسل لپاره اوبه کېښودې، نو په یوې تکې سره مې پټ کړ، هغه په خپلو لاسونو اوبه راتوې کړې، دواړه لاسونه یې ووینځل، بیا یې په ښي لاس سره په چپ لاس اوبه واچولې نو خپل عورت یې ومینځه، بیا یې لاس پر ځمکه راښکود او ویې مږه، بیا یې ومینځه، نو خولې او پوزې ته یې اوبه واچولې او مخ او دواړه مټې یې ومینځلې، بیا یې په سر اوبه واړولې او پر نور ځان یې تېرې کړې، بیا څنډې ته شو، نو دواړه پښې یې ومینځلې، بیا مې یوه تکه ورکړه خو هغه وا نه خسته او روان شو پداسې حال کې چې لاسونه یې څنډل.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

أم المؤمنین میمونه رضی الله عنها موږ ته له جنابت څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د غسل طریقه بیان کړه چې هغې ورته د غسل لپاره اوبه کېښودې، او په یوې تکې سره یې پټ کړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم لاندې کارونه تر سره کړل. لومړی: مخکې لدې چې لاسونه په لوښي کې ښکته کړي په دواړو لاسونو یې اوبه راواړولې او ویې مینځل. دویم: په ښي لاس سره يې په چپ لاس اوبه واچولې او خپله شرمګاه يې ومینځله. تر څو یې له هر ډول ناپاکۍ پاکه کړي چې د جنابت له امله ورپورې نښتې وه. دریم: لاس یې په ځمکه ومږه، بیا یې ومینځه تر څو ترې ناپاکي لاړه شي. څلورم: مضمضه یې وکړه؛ خولې ته یې اوبه واچولې بیا یې وخوځولې، په خوله کې یې تاوې راتاوې کړې او بیا یې توی کړې، او استنشاق یې داسې وکړ چې پوزې ته یې اوبه کش کړې، بیا یې بېرته سوڼ کړې تر څو پاکه شي. پنځم: مخ او دواړه مټې یې ومینځلې. شپږم: په سر یې اوبه واړولې. اووم: په پاتې بدن یې اوبه واړولې. اتم: له خپل ځای نه بل ځای ته شو او په بل ځای کې یې پښې ومینځلې، ځکه چې مخکې یې نه وې وینځلې. بیا یې ورته یوه تکه راوړه چې ځان پرې وچ کړي، خو هغه یې وانه خیسته او په لاسونو یې له ځان څخه اوبه وڅنډلې.

فوائد الحديث

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېرمنو پاملرنه چې د امت د زده کړې په خاطر یې د هغه د ژوند کوچني جزئیات خلکو ته ټکی په ټکی بیان کړل.

د غسل دا طریقه، یوه له هغو ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د جنابت نه د بشپړ غسل په اړه ثابتې دي، او هغه څه چې غاړه پرې خلاصیږي دا دي چې له مضمضې او استنشاق سره په ټول بدن اوبه واړوي بسنه کوي.

له غسل او اودس څخه وروسته په تکې سره ځان وچول او یا نه وچول یو مباح عمل دی.

التصنيفات

غسل