زه داسې یو څوک وم چې زیات مذي به راڅخه تلل، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه شرمېدم چې د حکم په اړه یې ترې پوښتنه وکړم، ځکه چې لور یې ماته ناسته وه، نو مقداد بن…

زه داسې یو څوک وم چې زیات مذي به راڅخه تلل، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه شرمېدم چې د حکم په اړه یې ترې پوښتنه وکړم، ځکه چې لور یې ماته ناسته وه، نو مقداد بن اسود رضی الله عنه ته مې امر وکړ چې پوښتنه ترې وکړي، هغه وویل: «يَغْسِلُ ذَكَرَهُ وَيَتَوَضَّأُ

د علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: زه داسې یو څوک وم چې زیات مذي به راڅخه تلل، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه شرمېدم چې د حکم په اړه یې ترې پوښتنه وکړم، ځکه چې لور یې ماته ناسته وه، نو مقداد بن اسود رضی الله عنه ته مې امر وکړ چې پوښتنه ترې وکړي، هغه وویل: «يَغْسِلُ ذَكَرَهُ وَيَتَوَضَّأُ» "خپله تناسلي آله دې وینځي او اودس دې کوي». او د بخاري روایت کې دي چې ویې وییل: «تَوَضَّأْ وَاغْسِلْ ذَكَرَكَ». «اودس وکړه او تناسلي آله دې ومينځه».

[صحيح] [بخاري روايت کړی دی]

الشرح

علي بن ابي طالب رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغه داسې یو څوک و چې زیات مذي به ترې تلل - مذي یو ډول سپیني نرۍ سریخناکه اوبه دي چې د شهوت پر مهال او یا له کور والي څخه مخکې له تناسلي آلې څخه راوځي-، او دی پدې نه پوهېده چې د راوتلو پر مهال یې څه وکړي، نو شرمېده چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړي؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لور؛ فاطمې خاوند و، نو له مقداد بن الأسود څخه یې وغوښتل چې د حکم په اړه یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ چې: خپله تناسلي آله دې ووینځي او بیا دې اودس وکړي.

فوائد الحديث

د علي بن ابي طالب رضي الله عنه فضیلت چې شرم او حیا یې ممانعت ونه کړ چې د بل چا په واسطه پوښتنه وکړي.

د فتوا غوښتلو لپاره د بل چا د ګمارلو جواز.

د مصلحت په خاطر روا ده چې یو انسان د ځان په اړه بل چاته خبر ورکړي چې هغه ترې شرمیږي.

د مذي نجاست او له بدن او جامو څخه یې د مېنځلو وجوب.

مذي وتل له اودس ماتوونکو څخه دي.

د تناسلې آلې او خصیتینو(هګیو) مېنځل واجب دي، ځکه چې په بل حدیث کې یې یادونه شوې ده.

التصنيفات

د نجاست لرې کول, د نجاست لرې کول