لَوْلَا أَنْ أَشُقَّ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ -أَوْ: عَلَى أُمَّتِي- لَأَمَرْتُهُمْ بِالسِّوَاكِ عِنْدَ كُلِّ صَلَاةٍ».…

لَوْلَا أَنْ أَشُقَّ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ -أَوْ: عَلَى أُمَّتِي- لَأَمَرْتُهُمْ بِالسِّوَاكِ عِنْدَ كُلِّ صَلَاةٍ». «که پر مؤمنانو -او یا زما پر امت مې- د سختۍ کولو (ویره نه وي) نو خامخا به مې ورته د هر لمانځه پر مهال د مسواک وهلو امر کړی و

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «لَوْلَا أَنْ أَشُقَّ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ -أَوْ: عَلَى أُمَّتِي- لَأَمَرْتُهُمْ بِالسِّوَاكِ عِنْدَ كُلِّ صَلَاةٍ». «که پر مؤمنانو -او یا زما پر امت مې- د سختۍ کولو (ویره نه وي) نو خامخا به مې ورته د هر لمانځه پر مهال د مسواک وهلو امر کړی و».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي که چېرته پر مؤمنانو د سختۍ راوستلو وېره نه وی نو د هر لمانځه پر مهال به یې پرې مسواک وهل واجب کړي و.

فوائد الحديث

پر خپل امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم مهرباني او پر هغوی د سختۍ راوستلو وېره.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر واجبوالی، مګر دا چې دلیل شتون ولري چې دا نفلي حکم دی.

د هر لمانځه پر مهال مسواک وهل مستحب دي او فضیلت لري.

ابن دقيق العيد رحمه الله فرمايي: د لمانځه په وخت کې د مسواک کولو حکمت دا دی چې دا الله تعالی ته د نژدې والي حالت دی، نو پکار ده چې د عبادت د شرافت د څرګندولو لپاره د کمال او پاکوالي په حالت کې وي.

د حدیث له عموم څخه معلومیږي چې د روژه نیونکي لپاره هم د مسواک دا حکم شامل دی، که څه هم له زوال څخه وروسته وي، لکه د: ماسپښین او مازدیګر لمونځونه.

التصنيفات

محمدي اخلاق