إعدادات العرض
السِّوَاكُ مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ، مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ». «مسواک د خولې د پاکۍ او د رب د خوښۍ سبب ګرځي
السِّوَاكُ مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ، مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ». «مسواک د خولې د پاکۍ او د رب د خوښۍ سبب ګرځي
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «السِّوَاكُ مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ، مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ». «مسواک د خولې د پاکۍ او د رب د خوښۍ سبب ګرځي».
[صحيح]
الترجمة
ar bn bs en es fa fr id ru tl tr ur zh hi vi si ku ha pt ml te my de ja as sq sv cs gu yo nl ug sw ta prs bg ff hu kn ky lt or ro rw tg uz ak ne mos az wo om so uk bm km rn ka mk sr el am mgالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د اراک ونې په لرګي سره د غاښونو مسواکول خوله له ګنده کېدو او بد بویۍ څخه پاکوي. او دا له بنده څخه د الله تعالی د راضي کېدو یو لامل دی؛ ځکه چې پدې سره د الله تعالی اطاعت او د هغه امر پر ځای کیږي او همدارانګه پدې کې پاکوالی دی چې الله تعالی یې خوښوي.فوائد الحديث
د مسواک فضیلت او دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت دې ته وهڅول چې ډېره استفاده ترې وکړي.
په مسواک وهلو کې غوره دا ده چې د اراک د ونې لرګي وکارول شي، او د برس او کریم کارول یې ځای نیسي.
التصنيفات
فطرتي سنتونه