إعدادات العرض
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې یو سړی یاد شو چې ټوله شپه تر سهاره ویده پاتې شوی و، هغه وفرمایل: «ذَاكَ رَجُلٌ بَالَ الشَّيْطَانُ فِي أُذُنَيْهِ، أَوْ قَالَ:…
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې یو سړی یاد شو چې ټوله شپه تر سهاره ویده پاتې شوی و، هغه وفرمایل: «ذَاكَ رَجُلٌ بَالَ الشَّيْطَانُ فِي أُذُنَيْهِ، أَوْ قَالَ: فِي أُذُنِهِ». «دا هغه سړی دی چې شیطان یې په غوږونو کې متیازې کړي، یا یې داسې وویل چې: په غوږ کې یې
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې یو سړی یاد شو چې ټوله شپه تر سهاره ویده پاتې شوی و، هغه وفرمایل: «ذَاكَ رَجُلٌ بَالَ الشَّيْطَانُ فِي أُذُنَيْهِ، أَوْ قَالَ: فِي أُذُنِهِ». «دا هغه سړی دی چې شیطان یې په غوږونو کې متیازې کړي، یا یې داسې وویل چې: په غوږ کې یې »
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Kiswahili Português Nederlands অসমীয়া ગુજરાતી አማርኛ ไทย മലയാളം नेपालीالشرح
د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې د یو سړي یادونه وشوه چې د سهار د لمر تر راختلو پورې ویده و او فرضي لمانځه ته نه و پاڅیدلی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا هغه سړی دی چې شیطان یې په غوږ کې متیازې کړي دي.فوائد الحديث
د قیام اللیل د پرېښودلو کراهیت، او دا چې لامل یې شیطان دی.
له هغه شیطان څخه وېرول چې په هره لار کې انسان ته کیني؛ تر څو یې د الله جل جلاله له اطاعت څخه منع کړي.
ابن حجر فرمایلي: دا وینایې چې فرمایي (ما قام إلى الصلاة) لدې څخه مراد عموما لمونځ دی، او کیدی شي چې مراد ترې هغه لمونځ وي چې ذهن ورته سبقت کوي، یعنی مراد ترې د شپې او یا د تهجد لمونځ دی.
طیبي فرمایلي: غوږ یې ځکه په ځانګړې توګه یاد کړ، اګر چې د سترګې یادونه مناسب وه ځکه چې خوب دروند وي، او غوږونه د توجه سرچينه ده، او ادرار یې ځکه یاد کړل؛ ځکه چې داخل ته ننوتل یې اسانه، او رګونو ته ژر رسېږي، نو له امله یې د بدن ټول غړي سستېږي.