إعدادات العرض
و د الله جل جلاله ه لار ه جهاد وه ور روه ونسي، الله تعال به اوا اله مخ له اور خه لر وساتي
و د الله جل جلاله ه لار ه جهاد وه ور روه ونسي، الله تعال به اوا اله مخ له اور خه لر وساتي
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې: «څوک چې د الله جل جلاله په لار کې (په جهاد کې) یوه ورځ روژه ونیسي، الله تعالی به یې اویا کاله مخ له اور څخه لرې وساتي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî සිංහල Tiếng Việt Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ಕನ್ನಡ Svenska Oromoo Македонски ไทย Українська తెలుగుالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې چا په جهاد کې یوه ورځ روژه ونیوله، او ویل شوي چې په جهاد او یا بل څه کې پدې شرط چې خاص د الله لپاره او له الله تعالی څخه د اجر او ثواب تر لاسه کولو په نیت وي؛ نو الله تعالی به په خپل فضل د هغه او د اور تر منځه اویا کاله لرې والی راولي.فوائد الحديث
نووي ویلي: پدې کې د الله تعالی په لار کې د روژې نیولو فضلیت راغلی، او مراد ترې هغه څوک دی چې د روژې په نیولو سره نه متضرره کېږي او له امله یې ترې کوم حق نه پاتې کیېږي، جګړه او د جګړې بله کومه اړینه چاره یې پرې نه ګډوډیږي.
په نفلي روژو ټینګار او نیولو ته یې هڅول.
دا اړینه ده چې اخلاص ولرو او د الله جل جلاله رضا وغواړو، او ځان ښودنې، شهرت او نورو مقاصدو لپاره روژه و نه نیسي.
سندي د (في سبيل الله) په اړه ویلي چې کېدی شي مراد ترې یوازې د نیت اصلاح وي، او کېدی شي مراد ترې دا وي چې هغه پداسې حال کې روژه ونیسي چې په غزا کې وي، او دویم احتمال نږدې دی.
ابن حجر ويلي: د هغه دا وینا چې فرمایي: (سبعين خريفًا) یعنې اویا مني؛ چې منی د کال معلوم وخت دی، او دلته ترې مراد کال دی، او له نورو فصلونو - اوړي، ژمي او پسرلي- پرته یې د خزان یا مني یادونه ځکه وکړه چې د خزان فصل تر ټولو پاکیزه موسم لري او میوې پکې راټولیږي.
التصنيفات
نفلي روژه