إعدادات العرض
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی باندې یو صاع خرما، یا یو صاع وربشې د فطر صدقه فرض کړې ده، او امر یې کړی چې…
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی باندې یو صاع خرما، یا یو صاع وربشې د فطر صدقه فرض کړې ده، او امر یې کړی چې عیدګاه ته له وتلو مخکې ادا کړی شي
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی باندې یو صاع خرما، یا یو صاع وربشې د فطر صدقه فرض کړې ده، او امر یې کړی چې عیدګاه ته له وتلو مخکې ادا کړی شي.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Português Kurdî සිංහල Kiswahili Tiếng Việt অসমীয়া ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ಕನ್ನಡ Svenska Македонски ไทย Українська తెలుగు मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasyالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د رمضان نه وروسته د فطر زکات فرض کړي دي، چې اندازه یې یو صاع ده او وزن یې څلور لپې ده. المُدُّ: د منځمهالي سړي لپه، له خرما یا وربشو څخه پر هر مسلمان؛ ازاد او غلام، نر او ښځه، وړوکي او لوی واجب ده، البته هغه څوک چې خواړه یې د شپې او ورځې څخه اضافي وي، د ځان او هغه چا لپاره چې دوی یې سرپرستي کوي. او امر یې کړی چې عیدګاه ته د خلکو له وتلو مخکې ادا شي.فوائد الحديث
د روژې په مياشت کې د فطر صدقه له کوچنيانو، بوډاګانو، ازادو او غلامانو څخه ورکول کېږي او غوښتنه یې له سرپرست او بادار څخه کېږي، او سړی به یې له خپل ځان، اولادونو او هغه چا څخه وباسي چې نفقه یې پرې واجب ده.
د مور په ګېډه کې ماشوم باندې د فطر صدقه فطر واجب نه، بلکې مستحب ده.
د هغه څه بیان چې د فطر په صدقه کې ورکول کېږي، او دا چې هغه د خلکو دودیز غله جات دي.
د اختر لمانځه ته وتلو مخکې یې ویستل واجب دي، او غوره دا ده چې د اختر په سهار وي، همدا رنګه یې له اختر یوه او یا دوه ورځې مخکې ویستل هم روا دي.
التصنيفات
د فطر زکات