څوک چې د روژې په حالت کې په هېره باندې خوراک او یا څښاک وکړي، نو خپله روژه دې پوره کړي، ځکه الله تعالی ورته خوراک او څښاک ورکړي دي

څوک چې د روژې په حالت کې په هېره باندې خوراک او یا څښاک وکړي، نو خپله روژه دې پوره کړي، ځکه الله تعالی ورته خوراک او څښاک ورکړي دي

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي: "څوک چې د روژې په حالت کې په هېره باندې خوراک او یا څښاک وکړي، نو خپله روژه دې پوره کړي، ځکه الله تعالی ورته خوراک او څښاک ورکړي دي".

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي څوک چې د فرض یا نفلي روژې پر مهال په هېره سره خوراک او څښاک وکړي نو خپله روژه دې پوره کړي او روژه دې نه ماتوي، ځکه چې هغه د روژې د ماتولو اراده نه وه کړې، بلکې دا هغه روزي وه چې الله تعالی یې نصیب کړه، نو خوراک او څښاک یې ورکړل.

فوائد الحديث

د هغه چا روژه صحيح ده چې په هېره يې خوراک او یا څښاک کړی وي.

په هغه چا ګناه نشته چې په هېره خوراک او یا څښاک وکړي؛ ځکه چې دا یې په خپل واک کې نه و.

پر خپلو بندګانو د الله تعالی مهرباني، اساني او له هغوی څخه د سختۍ او ملامتیا لرې کول.

د روژه دار روژه په هېڅ ماتوونکي سره نه ماتیږي تر څو چې په دریو شرطونو برابر نه وي: لومړی: دا چې پوه وي، ځکه که ناپوه وي روژه یې نه ماتیږي، دويم: دا چې په یاد یې وي، ځکه که هېر یې و نو روژه یې صحیح ده او قضا راوړل پرې نشته، درېیم: دا چې په خپله خوښه وي او په زوره نه وي، یعنې په خپل اختیار روژه ماتوونکي ته لاس ورتېر کړي.

التصنيفات

د روژې فاسدوونکي