څوک چې له یو مومن څخه یوه دنیوي ستونزه لرې کړي، الله جل جلاله به ترې د قیامت له ستونزو او سختیو څخه یوه لرې کړي

څوک چې له یو مومن څخه یوه دنیوي ستونزه لرې کړي، الله جل جلاله به ترې د قیامت له ستونزو او سختیو څخه یوه لرې کړي

له أبو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي "څوک چې له یو مومن څخه یوه دنیوي ستونزه لرې کړي، الله جل جلاله به ترې د قیامت له ستونزو او سختیو څخه یوه لرې کړي، او څوک چې د یو تنګلاسي سره نرمي وکړي، نو الله تعالی به په دنیا او اخرت کې ورسره نرمي وکړي او څوک چې پر یو مسلمان پرده واچوي، الله جل جلاله به پرې په دنیا او آخرت کې پرده واچوي، الله تعالی تر هغه وخته پورې د خپل بنده مرسته کوي تر څو چې بنده د خپل ورور مرسته کوي، او چا چې د زده کړې لار ونیوه، نو الله تعالی به ورته د جنت لار اسانه کړي، او هیڅ یو ټولی د الله تعالی په یو کور کې سره د الله تعالی د کتاب په تلاوت او تدریس نه راټولیږي، مګر دا چې سکون به پرې نازل شي، رحمت به یې وپوښي، ملایکې یې په خپلو وزرونو سره پټ کړي، او الله تعالی یې د هغه کسانو په ډله کې یاد کړي چې له هغه سره دي، او څوک چې د عمل له لارې سست شو یعنې عمل یې کمزوری شو، نو هیڅکله به یې نسب تېز نه کړي»

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې د الله تعالی سره د مسلمان د عمل بدله د هغه د عمل له جنس څخه ده چې د نورو مسلمانانو سره یې کوي؛ نو چا چې د یو مسلمان څخه یوه دنیوي ستونزه لرې کړه، د الله تعالی بدله به دا وي چې د اخرت له سختیو به ترې یوه سختي لرې کړي. او چا چې د یو تنګلاسي سره اساني وکړه او ستونزه یې ورحل کړه، نو الله تعالی به پرې په دنیا او اخرت کې اساني راولي. او چا چې پز یو مسلمان پرده واچوله، داسې یو څه یې ولیدل چې افشا کول یې ښه نه وي لکه: تیروتنه او پښه خویېدنه، نو الله تعالی به پرې په دنیا او اخرت کې پرده واچوي. او الله تعالی به تر هغه وخته پورې د بنده مرستندوی وي، تر څو چې بنده په دیني او دنیوي چارو کې د خپل (مسلمان) ورور مرستندوی وي، او مرسته په دعا، ځان، مال او داسې نورو سره کیږي. او څوک چې د شرعي علم د زده کړې په لار کې ووت، په داسې حال کې چې موخه یې د الله تعالی رضا وي، نو پدې سره به ورته الله تعالی د جنت لار اسانه کړي. او هیڅ یو ټولی د الله تعالی په یو کور کې سره په د الله تعالی د کتاب په تلاوت او خپلمنځي تدریس نه راټولیږي، مګر دا چې سکون او عاجزي په پرې نازل شي او د الله تعالی مهرباني به یې وپوښي، پریښتې به یې په خپلو وزرونو سره پټ کړي، او الله تعالی به یې هغه ته په نږدې خلکو کې ستاینه وکړي، او همدا درناوی بنده ته بسنه کوي چې الله تعالی یې په پورتنیو مخلوقاتو یادونه وکړي. د چا چې عمل نېمګړی وي، د هغه چا مرتبې ته به ونه رسیږي چې عملونه یې کړي وي، نو په کار ده چې څوک په نسب او د پلرونو په ښه مخینه بسنه ونه کړي او عمل ترې نېمګړی پاتې نه شي.

فوائد الحديث

ابن دقیق العید ویلي: دا لوی حدیث دی چې ډیری علوم، قواعد او آداب یې راغونډ کړي دي، پدې کې د مسلمانانو د اړتیاوو د پوره کولو او تر خپلې وسې هغوی ته د ګټې رسولو فضیلت دی لکه: زده کړه، مال، مرسته، یو ګټور کار ته لارښوونه، نصیحت کول او داسې نور.

تنګلاسي سره آسانۍ کولو ته هڅوونه

مسلمان بنده سره په مرستې کولو ټینګار، او دا چې الله تعالی مرسته کوونکي سره د خپل ورور د مرستې په پایله کې مرسته کوي.

پر مسلمان د پردې اچولو له جملې څخه: د هغه د عیبونو پسې نه ګرځېدل دي، له ځینو سلفو څخه روایت دی هغه ویلي: "زه داسې خلک پیژنم چې هیڅ عیب یې نه درلوده، تر دې چې د خلکو عیبونه یې راوسپړل نو خلکو د دوی عېبونه راوسپړل، او داسې خلک مې هم ولیدل چې عیبونه یې درلودل، خو د خلکو د عېبونو له یادولو یې ډډه کوله، نو د دوی عېبونه هم د خلکو هېر شول.

پر خلکو د پردې اچول دا ندي چې منکر په خپل حال پرېښودل شي او مخنیوی یې ونه شي، بلکې منکر باید بدلون ومومي او پټ شي، همدا رنګه هغه څوک چې مفسد او سرکښ نه وي. او څوک چې په فساد کولو پېژندل شوی وي نو مستحب دا دي چې پرده پرې وانه چول شي، بلکې که چیرته له فساد څخه لاس په سر نه شي، نو په اړه یې چارواکو ته خبر ورکول کیږی؛ ځکه چې پرده اچول یې لا زیات فساد کولو ته هڅوي او د بندګانو په زورونه یې لاپسې زړور کوي، همدا رنګه نور ضدي او شرپسندو ته جرأت ورکوي.

د علم پر زده کړې، د قرآن کریم تلاوت او تدریس ټینګار.

نووي وایي: پدې کې

دا په جومات کې د قرآن کریم د تلاوت لپاره د راټولېدو د فضیلت ثبوت دی... همدا رنګه د دې فضیلت په تر لاسه کولو کې په مدرسه او یا د الله په لار کې د وتلو په موخه یو ځای کېدل هم همداسې دي.

بدل اعمال تعالی په عملونو ورکوي نه په نسب ته په لیدو.

التصنيفات

د علم فضیلت