إعدادات العرض
ماته جنت او دوزخ راوښودل شول، او ما د ښه او بد په برخه کې لکه د نن ورځې په څېر هیڅکله داسې روښانه څه نه دي لیدلي، که تاسو په هغه څه پوهیدئ چې زه پرې پوهیږم، نو تاسو به لږ…
ماته جنت او دوزخ راوښودل شول، او ما د ښه او بد په برخه کې لکه د نن ورځې په څېر هیڅکله داسې روښانه څه نه دي لیدلي، که تاسو په هغه څه پوهیدئ چې زه پرې پوهیږم، نو تاسو به لږ خندلي او ډیر به مو ژړلي وو
د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د هغه د صحابه کرامو په اړه څه خبرې ور ورسېدې، نو خطبه یې وکړه او ویې ویل: "ماته جنت او دوزخ راوښودل شول، او ما د ښه او بد په برخه کې لکه د نن ورځې په څېر هیڅکله داسې روښانه څه نه دي لیدلي، که تاسو په هغه څه پوهیدئ چې زه پرې پوهیږم، نو تاسو به لږ خندلي او ډیر به مو ژړلي وو." هغه وویل: "د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ملګرو د دې په پرتله سخته ورځ نه وه راغلی." وایي: "دوی خپل سرونه پټ کړل او ژړل یې." وایي: "بیا عمر ودرېد او ویې ویل: 'موږ په الله تعالی د رب، په اسلام د دین او پر محمد صلی الله علیه وسلم د نبي په توګه راضي یو، وایي: نو هغه سړی ودرېد او ویې ویل: زما پلار څوک دی؟ هغه وویل: "ستاسو پلار فلانکی دی." بیا دا آیت نازل شو: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ} [المائدة: 101]. یعنې: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (،نو) تاسو به خفه كړي.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Kurdî Tiếng Việt Nederlands Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ Македонски తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو ملګرو په اړه یو څه واورېدل، هغه دا چې دوی له هغه څخه ډیرې پوښتنې کولې، نو هغه غوسه شو، وعظ یې وکړ او ویې ویل: ماته جنت او دوزخ راوښودل شول؛ نو هیڅکله مې دومره خېر نه و لیدلی لکه نن مې چې په جنت کې ولید، او نه مې دومره ډیر شر لیدلی و لکه نن مې چې په اور کې ولید، او که چیرته تاسو هغه څه لیدلی وای چې ما ولیدل، او په هغه څه پوهېدئ چې زه پرې په پوهېږم د هغه څه له مخې چې ما نن ولیدل او له نن ورځې مخکې مې لیدلي وو، نو ډیر به نرم او مهربان شوي وئ، خندا به مو لږه او ژړا به مو زیاته شوې وه. انس رضي الله عنه وویل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ملګرو داسې سخته ورځ نه وه راغلې، نو دوی خپل سرونه پټ کړل او د زیاتې ژړا له امله یې زږیروي ختل، هغه ژړا چې له پوزې راوځي. نو عمر رضي الله عنه ودرید او ویې ویل: مو په الله تعالی د رب، په اسلام د دین او په محمد صلی الله علیه وسلم د پېغمبر په توګه راضي یو. وایي: نو هغه سړي ودرید او ویې ویل چې: زما پلار څوک دی؟ هغه وویل: «پلار دې فلانی دی» نو دا آیت نازل شو {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِنْ تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ} اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (،نو) تاسو به خفه كړي، [المائدة: 101].فوائد الحديث
د الله تعالی د عذاب له وېرې ژړا کول مستحب دي، او دا چې لږه خندا وشي؛ ځکه چې ډیره خندا د انسان په بې پروایۍ او د هغه د زړه د سختوالي نښه ده.
د صحابه کرامو، رضي الله عنهم، د خطبې او د الله تعالی د عذاب له سختې ویرې څخه متاثره کېدل.
د ژړا پر مهال د مخ د پټولو مستحبوالی.
الخطابي ویلي: دا حدیث د هغه چا په اړه دی چې د تکلف یا ضد له مخې د هغه څه په اړه پوښتنه کوي چې اړتیا ورته نلري، مګر هغه څوک چې د اړتیا له مخې پوښتنه کوي چې کومه ستونزه ورته پېښ شوې وي او هغه یې په اړه پوښتنه کوي، نو په هغه باندې هیڅ ګناه یا ملامتي نشته.
د الله تعالی په اطاعت خلک استقامت ته رابلل، او د هغه له نافرمانۍ څخه یې ویرول، او د الله تعالی د حدودو او بریدونو سره دریدل او ترې نه تېریدل.
په حدیث کې د وعظ او ښوونې پر مهال د غصه کېدو پر جواز دلیل.
التصنيفات
د جنت او دوزخ صفتونه.