إعدادات العرض
اللهُمَّ أَصْلِحْ لِي دِينِي الَّذِي هُوَ عِصْمَةُ أَمْرِي
اللهُمَّ أَصْلِحْ لِي دِينِي الَّذِي هُوَ عِصْمَةُ أَمْرِي
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به وېیل: «اللهُمَّ أَصْلِحْ لِي دِينِي الَّذِي هُوَ عِصْمَةُ أَمْرِي، وَأَصْلِحْ لِي دُنْيَايَ الَّتِي فِيهَا مَعَاشِي، وَأَصْلِحْ لِي آخِرَتِي الَّتِي فِيهَا مَعَادِي، وَاجْعَلِ الْحَيَاةَ زِيَادَةً لِي فِي كُلِّ خَيْرٍ، وَاجْعَلِ الْمَوْتَ رَاحَةً لِي مِنْ كُلِّ شَرٍّ». "یا الله! دین مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما د چارو ساتنه پکې ده، دنیا مې راته اصلاح کړه؛ هغه چې زما ژوند پکې دی، آخرت مې راته اصلاح کړه؛ چېرته چې زما ورګرځېدل دي، او ژوند راته د هرې ښېګڼې د زیاتوالي سبب وګرځوه، او مرګ راته له هر شر څخه د خلاصي سبب وګرځوه".
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português සිංහල Nederlands অসমীয়া Tiếng Việt Kiswahili ગુજરાતી አማርኛ Oromoo ไทยالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې یوه دعا غوښتلې ده چې د ښو اخلاقو هغه اصول پکې راغونډ شوي چې هغه یې د بشپړولو لپاره رالېږل شوی، چې هغه د دین، دنیا او اخرت اصلاح ده، نو په لنډو الفاظو کې يې د درېو ټولنو د سمونتیا غوښتنه وکړه، پیل یې د دین له سمونتیا څخه وکړ؛ ځکه چې په سمونتیا سره یې پاتې دواړه په خپله سمېږي نو ویې فرمایل: (اللهم أصلح لي ديني) یا الله ماته زما دین اصلاح کړه؛ توان راکړه چې آداب یې په بشپړه توګه مراعت کړم. (الذي هو عصمة أمري) هغه چې زما د ټولو چارو ساتونکې دی، ځکه که دین مې فاسد شو، ټولې چارې مې فاسدې شوې، نا امیده او برباد شوم، او ځکه چې دين تر هغه پورې نه اصلاح کیږي تر څو چې دنیا نه وي اصلاح شوې، نو ویې فرمایل: (وأصلح لي دنياي) (او زما لپاره زما دنیا سمه کړه) ما ته سالم بدن، امنیت، روزي، ښه ښځه، ښه اولاد او هر هغه څه راکړه چې زه ورته اړتیا لرم، او دا چې دا هر څه حلال وي او ستا په اطاعت کې راسره مرسته وکړي، بیا یې په سوال کې هغه عذر یاد کړ چې د اصلاح غوښتنه یې وکړه نو ویې فرمایل: (التي فيها معاشي) هغه چې زما د اوسېدو ځای او ژوند پکې دی. (وأصلح لي آخرتي التي فيها معادي) (او زما آخرت زما لپاره ښه کړه، کوم ته چې زما ورګرځیدل دي) هغه ځای چې تاسره د ملاقات لپاره ورګرځم، نو د دې لپاره د اعمالو د اصلاح توفیق راکړه، او بنده ته د الله تعالی توفیق ورکول هغه ته د عبادت، اخلاص او نېکې خاتمې نصیب کول دي. هغه صلی الله علیه وسلم له دنیا وروسته آخرت ترتیب کړ، ځکه چې لومړی د دویم د اصلاح وسیله ده، چاته چې په دنیا کې استقامت نصیب شو او ژوند یې د الله تعالی د خوښۍ مطابق وګرځېد آخرت یې په خپله سمیږي چې دی پکې خوشحاله وي. (واجعل الحياة) او اوږد عمر راته په هره ښېګڼه کې د زیاتوالي سبب وګرځوه چې نیک عملونه پکې زیات کړم، او ژر مړینه زما لپاره له هر شر، فتنې،امتحان، مصیبتونو، نافرمانيو، غفلت او د دنيا له سختيو او کړاوونو څخه د خلاصون او راحت سبب وګرځوه.فوائد الحديث
دین تر ټولو مهم څیز دی؛ له دې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه په دعا پیل وکړ.
دين د انسان لپاره ساتونکی دی چې له هر شر څخه یې منع کوي.
د دنیوي چارو د اصلاح لپاره دعا د دین او اخرت د اصلاح لپاره ده.
په دین کې د فتنې له وېرې د مرګ هیله کول، یا له الله څخه د شهادت غوښتنه مکروه نه ده.
التصنيفات
نبوي دعاګانې